د مصر ولسمشر مرسي مخالفین خبرو اترو ته رابللي دي
۱۳۹۱ آذر ۱۷, جمعهاعلان
د مصر ولسمشر محمد مرسي په قاهره کې د خونړي اخ او ډب وروسته کوښښ وکړ چې د یوې تلویزوني بیانیې له لاري وضعه آرامه او عادی کړي. خو د اپوزیسون سره د پخلایني په خاطر د اصلي مسایلو څخه نه دی تیر سوی. هغه د شنبې د ورځي له پاره د ټولو ګوندونو استازي د جمهوري رياست په ماڼۍ کي د انتخاباتو د نوي قانون او د لانجمن ریفرنډم د مهال ویش په سر د خبرو اترو له پاره وربللي دي.
خو مرسي د اساسي قانون په اړه د تر سره کیدونکي ټولپوښتنې پر وخت او نیټه باندي ټينګ پاتې سو. مرسي د اسلام دښمنان د تیرو ورځو د نا ارامیو او اخ او ډب مسؤلین وبلل. د مرسي د تلویزوني بیانیې وروسته هم د هغه په زرونو مخالفینو د جمهوري رياست د ماڼۍ مخې ته احتجاجونه تر سره کړل.