د مزارشريف ښار د لا ښايست هڅي رواني دي
۱۳۹۰ فروردین ۳۰, سهشنبهد بلخ والي عطامحمد نوروايي دغه ودانۍ د پارکنګ د نه درلودلو ، همداراز د نړيدو اواحتمالي تلفاتو د مخنيوي په موخه په دريو پړاونوکي د ښاروالۍ لخوا نړول کيږي.
« هغه ساختمانونه چي د روضې مبارکي څلوروخواته جوړ سوي ۴۵ اوياهم ۴۷ کلونه ورباندي تيرسوي او پر ننني ستاندرد برابر ندي.»
ښاغلی نور وايي هغه ودانۍ چي د نړيدو په پلان کي شاملي دي ځيني يې دولتي او يو شمير يي شخصي دي ، شخصي ودانۍ به يې د خاوندانو لخوا او دولتي ساختمانونه به د ښاروالۍ په مټ جوړسي.
د بلي خوا مزار ښاريان هم دغه اقدام ستايي او دا د ښارد ښايست لپاره يو سترګام په ګوته کوي. نعمت الله هغه څوک دي چي د البرز هوټل لاندي د بزازۍ دوکان لري« زموږ ددوکان پرسر دغه ساختمان ډير زوړ دی ځيني څنډي يې د اورښتونو له کبله نړيدلي هم دي. موږ يي تل د نړيدو په ويره کي يو»
يو بل اوسيدونکی بيا وايي چي:« زموږ ښارډير ښکلی دی په وروستيو کلونو کي يې څيره ډيره بدله سوې خو دا زاړه ساختمانونه چي په ښارکي ليدل کيږي داسي ښکاري لکه په کفترو چي کارغان ورګډ وي نو که دا په عصري ډول جوړ سي ښاربه نورهم ښکلی شي.»
د بلخ ولايت سيمه یيز دولتي چارواکي په داسي حال کي د زړوساختمانونو د نويو کولو هوډ کوي چي اوس مهال په دغه ښارکي د لس ګونو مارکيټونو د جوړيدو کارونه هم پرمخ روان دي.
عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل