د مخدره موادو په اړه کلنی رپوټ خپور شو
۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۴, جمعهاعلان
خو د آلمان د سوسيال دموکرات گوند دغه سياستواله په عين حال کې د ورځنيو توکو د استعمال لکه تمباکو، شراب او دارو درملو څخه هم اخطار ورکوي. د تېر کال په پرتله د مړيو شمېر 2.3 فيصده راټيټ شوی دی. همداشان د قوي نشه يي توکو لکه هېروينو د استعمال کچه هم لوېدلې ده. خو بلې خوا ته تر لسو مليونو زيات وگړي په آلمان کې په «خطرناک ډول» شراب څښي. په دې ترتيب تر يو نيم مليونو زيات وگړي د شرابو عملي دي او دوه برابره زيات وگړي خپلې روغتيا ته په زيان اړونکې کچه الکول خوري.