د مخدره موادوو پر ضد د نوي تګلاري غوښتنه
۱۳۸۷ آبان ۳۰, پنجشنبهدی وايي : زموږ مقاصد نه دي ترلاسه سوي او زموږ پاليسۍ غلطي ثابتي سويدي . دغه خبره نوموړي کارپوه، چي پخپله د هالېنډ د امسټرډام ښار د نړۍ وال انسټيټيوټ غړی دی، په يوه سياسي مياشتنۍ مجله کي کړې ده .همدارنګه ده پخپله ځانګړې ليکنه کي زياته کړېده چي هغه پاليسي چي په ترڅ کي يې د مخدره موادو پر کارونو جزاوي ورکول کيږي او په بازار کي د مخدره موادو پر خرڅلاو د کنټرول راوستولو هڅې وې، ناکامه پاليسي وه.
د مارټين يېلزما په وينا په 1998 م مېلادي کال د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په پام کي نيولې وه چي تر 2008 م کال پوري به د کوکنارو، بنګو او ورته بوټو په کرنه کي د کمښت راوستلو کوښښ کوي، تر څو د مخدره موادو کارونه راکښته سي. خو اوس د مخدره موادو پر ضد د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره وايي چي د 1998 م کال څخه تر 2008 م مېلادي کال پوري د کوکنارو کرنه دوه چنده او د هيروينو جوړونه شل فيصده زيات سوېدي . دی وايي: ٬ د تيرو لسو کالو په پرتله اوس په بازار کي د مخدره موادو قيمتونه راکښته سويدي او په آسانۍ لاس ته راوړل کېدلای سي٬. نوموړی زیاتوي چي غلط سياست هم ډېر تاوان رسولی دی . د مخدره موادود استعمالونکو او د مخدره موادود بوټو کرونکو بزګرانو ته د مجرمانو په سترګه کتل سوي او پدې ډول نه يوازي داچي پر عدليې فشار او کار زيات سوی بلکه بشري حقوق هم تر پښو لاندي سوي دي .
د مارټين يېلزما په وينا د مخدره موادو پر ضد جګړې او مبارزې په جنوبي امريکا، افغانستان او د جنوبي آسياي هيوادونو کي زور اخيستی دی . خو په نورو هيوادونو لکه ايکواډور کي د سزا او جزا د پاليسۍ څخه کار نه اخيستل کيږي . دهمدغه مختلفي پاليسۍ له وجي د ملګرو ملتونو په پاليسۍ کي يو والی او همږغوالی په هغه اندازه نسته لکه چي ورته اړتيا ليدل کيږي . کېدلای سي ددغه له وجې په نړۍ واله کچه د مخدرو موادو پر ضد په پاليسۍ کي تغيرات راسي. دغه کارپوه وايي چي د مخدره موادو پر ضد د سختې امريکايي پاليسۍ بېلګه مخ پر کمزوره کېدو ده .
په راتلونکي کال کي ملګري ملتونه غواړي چي د مخدره موادو پر ضد خپله پاليسي يو وار بيا وڅيړي . مارټين يېلزما وايي چي د اولي پلا دپاره د ملګرو ملتونو د مخدره موادو ځانګړې ادارې دغه خبره منلې ده چي تر اوسه ډيره پاملرنه د کوکنارو او ورته بټو د کرنې د کمولو وپاليسۍ ته سوېده .خو د مسکينو بزګرانو سره د مرستي کار ته سمه پاملرنه نده سوې .