د مبارک تر نسکوريدو وروسته د واشنگټن او قاهرې اړيکي
۱۳۸۹ بهمن ۲۵, دوشنبهد واشنګتن او د عربي نړۍ د پلازمېنو ترمنځ د ديپلوماتي اړيکو مزي سره شوي دي، ځکه امريکا متحده ايالات لا تراوسه پر يوه ستونزمنه او نرۍ لاره بند پاته دي. واشنګتن له يو خوا په مصر کي د خلکو له پاڅون څخه هرکلی کوي او له بلي خوا په سيمه کي د خپلو نورو عربي متحدينو له شک او ترديد سره لاس او ګريوان دی.
هغوی انديښنه لري چي، داسي نه سي چي د امريکا متحده ايالاتو حکومت پريږدي چي دوی هم د راپرځول سوي ولسمشر حسني مبارک له برخه ليک سره مخامخ سي.
په همدې وجه د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن خپل معين ويليام برنز اردن ته استولی ترڅو،اردن ته د واشنګتن د ټينګ ملاتړ ډاډ ورکړي.
سربيره پردې، د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په خپله يو اعلاميي کي د اردن د پادشاه د تر لاس لاندي نيول سوو اصلاحاتو څخه هرکلی کړی دی.
د اوني په پيل کي بارک اوباما د ملک عبدالله سره تيلفوني تماس ونيو او د هغه سره يې نه يوازي د مصر، بلکه د ټولي سيمي د راتلونکي وضعيت په هکله خبري وکړې.
په مصر کي د متحده ايالاتو پخواني سفير، ادوارد واکر په دي نظردې چي، امريکا بايد مصريانو ته په ساده پيغام کي څرګنده کړي چي:« موږ د قدرت څخه د مبارک د ګوښه کيدو هرکلی کوو، موږ د اساسي قانون د اصلاحاتو هرکلی کوو او له هغه سره سم د يو نوي حکومت د جوړيدو څخه هر کلي کوو او د آزادو او عادلانه ټاکنو ملاتړ کوو.»
په دي منځ کي د مصر د وسلوال پوځ عالي شورا اعلان وکړ چي د راتلونکو شپږو مياشتو په موده کي به نوي ټاکني ترسره کړي.
د مصري د پوځ نوموړﺉ اقدام د ولسمشر اوباما په دريځ کي چي د اونۍ په پيل کي د نړۍ له ځينو مشرانو لکه د برتانيې او ترکيې د صدراعظمانو، ديويد کمرن او رجب طيب اردوګان سره خبري وکړي، کټ مت منعکس سو.
اوباما وويل چي هغه د مصر د پوځ له دې هوکړي څخه هرکلی کوي چي ويلي دي: د مصر نړيوال مکلفيتونه به مراعات کړي. دا ځکه چي واشنګټن په سيمه کي د خپل نژدې متحد اسرايل په هکله انديښنه لري.
د مبارک تر مشري لاندي مصر له اسرايلو سره نه يوازي ديپلوماتي اړيکي درلودې، بلکه دواړه هيوادونه په سيمه کي د ثبات لپاره د يو بل ملګري ؤ.
کريستيان/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل