د مالي د حکومت له پاره د شمالي سیمو نیول تر ټولو مهم کار دﺉ
۱۳۹۱ شهریور ۱, چهارشنبهاعلان
له یوې فرانسوي راډیو سره به مرکه کې د مالي نوي د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د دې هیواد د نوي حکومت له پاره اوس تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په شمال کې د توند لارو اسلامپالو لاس ته لویدلې سیمې بیرته له هغوی څخه ونیسي.
په مالي کې د دوشنبې په ورځ یو نوی حکومت جوړ شو. په دې هیواد کې شپږ میاشتې پخوا یوه پوځي کودتا شوې وه.
د مالي په نوي حکومت کې یو دریش وزیران شامل دي چې څلور تنه ئې ښځې هم دي.
د نوي حکومت یوه دنده دا ده چې د دې هیواد ولسمشري ټاکنې تنظیم کړي.