د مالي جمهوررئيس امادو توماني رسماً استعفا ورکړه
۱۳۹۱ فروردین ۲۱, دوشنبهاعلان
د مالي راپرځول سوي جمهوررئيس امادو توماني، تر کودتأ دوې نيمي اوونۍ وروسته ، اوس په رسمي ډول خپله استعفا ورکړې ده.
د افريقا يوې اتحاديې ايکوواس اعلان کړی دئ چي امادو غواړي په دې وسيله د مؤقتي حکومت د جوړيدو او انتخاباتو له پاره لار هواره کړي.
کودتاکوونکو د ايکوواس سره موافقه کړې وه چي قدرت به بيرته ملکي خلګو ته سپاري. د مؤقت وخت له پاره به د پارلمان اوسنی رئيس تراواوره د حکومت مشري پر غاړه واخلي.