د مارجې پرسر جنګ تقريباً پای ته رسيدلی دی
۱۳۸۹ آذر ۱۷, چهارشنبهاعلان
ده نن سه شنبې په واشنګتن کي د خبريالانو په مخکي ويلي دي چي اوس طالبان ددغی سيمي اطرافو ته پر شا ټنبول سويدي ،او دنوموړي سيمي په ځيني ځايوکي چي ګڼ اوسيدونکي لري ، افغاني پوليسو دامنيت دساتلو مسؤليت پر غاړه اخيستی دی.
جنرال ميلس زياته کړيده چي مګر دهلمند دولايت په نورو سيموکي جګړې لا هماغسي په شدت سره دوام لري.ده وويل چي سختو جګړو ته به په ژمي کي هم دوام ورکول سي ،ترڅو په راتلونکي پسرلي کي دطالبانو دبيرته راتلو خطر راکم سي .
«موږ به هغو ځايو ته هم ورننوزو چي تراوسه موفکر کاوه دايتلاف ځواکونه هلته نسي ورتلای .موږ به نوردوی ته ددمي وخت ورپرينږدو»
دغه مطبوعاتي ويديويی کنفرانس د افغانستان څخه تر سره سويدی .
آژانسونه /اميري
کتونکی : محمد قاسم نوري