د لیبریا د پخواني ولسمشر لپاره د ۸۰ کلونو د بند د سزا غوښتنه وشوه
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۵, جمعهاعلان
د لیبیریا د پخوانې ولسمشر چارلس ټيلور، د جنګي جرمونو د ترسره کولو له امله د مجرم پیژندل کیدو وروسته اوس قاضیانو د نوموړي له پاره د ۸۰ کالو د بند د سزا غوښتنه کړې ده. په ډنهاک کې د سیرالیون له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې محکمې ته په خپل خط کې ستر څارنوال برینډا هولس ویلي دي چې د دغه ۶۴ کلن له پاره دا مناسبه سزا ده.
ټیلور چې تیره اونۍ مجرم وبلل شو، د لیبریا د ولس مشر په توګه ئې په ګاونډي هیواد سیرالیون کې د کورنۍ جګړې پر مهال د یاغي ډلو سره په مرسته تورن وو. په سیرالیون کې په دغه دیارلس کلنه کورنۍ جګړه کې کابو ۱۲۰ زره انسانان ووژل شول.