د لغمان بزگرو محصولاتو ته سړې خوني جوړيږي
۱۳۸۹ تیر ۱۷, پنجشنبهدکرهڼي وزير محمدآصف رحيمي دغه پروژه په افغانستان کي يوه د هغو پروژو څخه ياده کړې چي د پرمختللو هېوادونو په ستندرډ جوړه سوې ده.
په دغه پروژه کې لومړي برخه د سړو خونو ده چۍ د څلور نيم سوه مټريک ټنو کرنيز توليداتو د ذخيره کيدو ظرفيت لري او دويــمه او دريمه برخه کي د پروسس او دماشين الاتو څانګه ده چي د لغمان دخلکو دپاره ډيره ګټوره ده.
په لغمان کي د سړو خونو تر جوړولو د مخه ددغه ولایت بزګرانو د سړو خونو د نه شتون څخه سر ټکوه او ویل یې چي کرهڼیز محصولات يې په کمه بیه خرڅېږي.
خو اوس ډیری بزګران ددغه پروژې د بشپړیدو څخه خوښ دی او وایي تمه ده چي دغه سړې خوني به ددوئ په کرهڼیز ژوند کي بدلون راولي.
د لغمان د قرغیو ولسوالۍ یوتن بزګر عبدالرحمان المان ږغ راډيو ته وویل چي ددې سړې خوني په جوړېدو سره به د دوی اقتصادي وضعه لا ښه سي.ځکه د هغوئ په خبره چي خپل حاصلات به تر هغه وخته پکښي ساتي تر څو ښه مارکيټ پيدا کړي بيا به يې بازار ته ور باسي. د خرابېدو څخه به هم خلاص وي.
د متحده ايالاتو د حکومت د چارواکو په وينا پدغو دوو کلونو کې يوازي دکرني په سکتور کې له افغانستان سره زياته مرسته شوي چې تقريبا تر يو بيلون ډالرو پوري رسيږي.
شمع احمدزۍ/ ننگرهار
کتونکی. زيارمل