1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قرغزستان پلازمېنه بشکک د مخالفينو لاس ته ورغله

۱۳۸۹ فروردین ۱۹, پنجشنبه

دمرکزي آسيا په جمهوريت قرغزستان کي د ځواک په سر ديوې خونړۍ مبازري او دلسهاو مړو څخه وروسته، داسي ښکاري چي ددغه هيواد پلازمېنه بشکک اوس دمخالفينو لاس ته ورغلی وي...

https://p.dw.com/p/MptN
په بشکک کي لاريون کونکي د اخوډب پر مهال
په بشکک کي لاريون کونکي د اخوډب پر مهالانځور: DW

ددغه هيواد پارلمان ، پوليسي دستګاه ، خبري رسني ، او هوايي ډګر هم اوس ددغه هيواد دجمهور ريس کورمان بيک باقيوف د مخالفينو په لاس کي دي.

دغه خبر نن د قرغزستان د خبري آژانس اکي پرس له خوا خپور سوی دی. د قرغزستان د حکومت مخالفينو پرون ماښام رسماً په بشکک کي د کرمان بيک باقيوف په مشري ددغه هيواد دحکومت راپرځېدل اعلام کړي او د ددغه هيواد د بهرنيو چارو د پخواني وزيري Rosa Otunbajewa په مشرۍ يې ديوه عبوري حکومت دجوړيدو اعلام کړی دی.

په خبرکي داهم ويل سوي دي، چي باقيوف دتيښتي په حال کي دی او په روان وخت کي ددغه هيواد په جنوبي ښار اوش کي دی.

تر تيري شپې پوري دا لا نه وه څرګنده، چي را پرځول سوی ولسمشر باقيوف به چيري وي. آوازې ډيري وې. په يوه خبر کي لا ويل سوي ول چي ښايي دی د امريکايانو پوځي هډې ته تښتېدلی وي.

دپرون ماسپښين راهيسي دباقيوف مخالفين په بشکک کي ددغه هیواد ددولتي ټلويزيون دستګاه ، پارلمان او دڅارنوالۍ ودانۍ نیولي.

مخکي تر دې، چي مخالفين دغه بری ترلاسه کړي، د امنیتي ځواکونو او مخالفینو ترمنځ سختي نښتي هم سوي. داچي په دغه نا آراميو او اله ګولو کي څومره انسانان وژل سوي وي، تر اوسه سم ارقام ندی ترلاسه سوي. مخالفین وايي، چي لږ تر لږه 100 کسه وژل سوي دي.

خو ژغورونکي ډلي وايي چي 45 کسه ښايي وژل سوي وي. ددغه نا آراميو په بهير کي ډير شمېر حکومتي ودانۍ چور او تالا سوي دي. د ولسمشر کور ته اور اچول سوی، اومخکي له دي چي کورته او ر واچوا سي دکور لوښي او سامان يي خلکو چور کړي دي.

په بشکک کي د مظاهرو او اله ګولو په پيل کي ډير شمېر عادي لارويان د اله ګولوو کونکو سره يو ځای سوي، ځکه چي ولس دجمهور ريس باقيوف څخه سخت ناراضه و.

Nagel, Christina/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل