د قراباغ راډيو وتړل شوه
۱۳۸۶ خرداد ۱۸, جمعهاعلان
د قراباغ راډيو خپرونې د نوموړي راډيو د ژورنالستانو له وهلو ټکولو څخه وروسته هغه مهال بندې شوې چې په ډېر لږ زماني واټن کې د جبل السراج د سولې په نوم د راډيو مشرې مېرمن ذکيه ذکي د وسلوالو په ډزو ووژل شوه. ښاغلی بوميا د کابل په شمال کې د سولې د مشرې ذکيې ذکي وژنه او د سيمه يزو چارواکو لخوا د قراباغ راډيو په بندولو کې د هغو خوځښتونو اغېزه ويني چې د افغانستان په شمال کې پيل شوي دي. د قراباغ راډيو خپرونې د قراباغ د ولسوال عبدالرحيم تلوار په غوښتنه بندې شوي دي.