د قبرس د پور اخیستنې د اعتبار درجه راټیته شوه
۱۳۹۱ دی ۲۲, جمعهاعلان
د پور اخیستې د اعتبار درجې ټاکونکي آژانس د قبرس د پور اخیستلو اعتبار درې درجې راټیټ کړی دی.
د دې کار لامل د قبرس د بانکي سیستم ستونزې او مخ په ډیریدونکي دولتي پورونه ښوول شوي دي. د دغه آژانس په حواله د دې امکان شته چې د قبرس له رکود سره مخامخ بانکونه له نورو ستونزو سره مخامخ شي.
د یورو زون غړي دې هیواد اقتصادي ستونزې، به د جمعې په ورځ په پرتګال کې د اروپايي لویو ولسي ګوندونو د خبرو په اجند کې هم شامله وي. په دغه غونډه کې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، هم ګډون کوي.