«د فیدرل کاسترو روغتیایي وضعیت ښه دی»
۱۳۹۱ آبان ۱, دوشنبهاعلان
د کیوبا د پخوانی ولسمشر فیدرل کاسترو د خراب روغتیایي وضعیت د رپوټونو سربیره هغه یو ځل بیا په انځورونو کې لیدل شوی دی. دغه انقلابي مشر د وینزویلا د پخواني ولسمشر سره یو ځای په انځورونو کې لیدل شوی دی. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې ۸۶ کلن کاسترو د شنبې په ورځ یوه ځایي هوټل ته د وینزویلا له پخواني مشر سره یوځای تللی دئ.
فیدرل کاسترو د مارچ په میاشت کې د پاپ د سفر وروسته په عامه محضر کې نه وو لیدل شوی. د هغه په اړه داسي گنگوسي وو چې ښایي یا خو مړ شوی وي او یا یې هم روغتیایي وضعیت ډیر خراب وي. د وینزویلا پخواني ولسمشر د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي دي چې د کاسترو روغتیایي حالت ښه دی.