د فټبال د نړيوال جام مقدماتي دوره پای ته ورسيدل
۱۳۸۹ تیر ۵, شنبهددغي ورځي دG دگروپ څخه اولي دواړي مسابقې چه پر يوه وخت تر سره سوې ،پنځه واري جهاني قهرمان برازيل ، لکه څنگه چي يې انتظار کيدی د فټبال د اولي دورې څخه په برياليتوب راووتی ، او د جدول په سر کښي راغی .
پرتگال هم يو پر اتم فاينل ته راووتی ، خو شمالي کوريا او دعاج ساحل دواړو ونسوای کولای چه يو پر اتم فاينل ته راووزي، او نسي کولای په نورو مسابقو کښي شرکت وکي .
ليکن يو پر اتم فاينل ته د برازيل راوتل د پرتگال سره تر ميچ کولو دمخه لا معلوم وه ، او ځکه يې نو ډيره گرمه او تخنيکي بازي نه کوله ، او غوښتل يې فقط په عادي ډول مخته ولاړه سي .
خو د برازيل دټيم کپتان لوسيو په دې عقيده دی چه دبال کنټرول ددوی د ټيم په لاس کښي ؤ، پر ميدان يې حاکميت درلودی ، او تخنيکي بازي يې کوله .
پدې ډول نو د پرتگال او برازيل تر منځ مسابقه صفر پر صفر سره پای ته ورسيدل .
د همدغه گروپ په بله مسابقه کښي چه بيا د شمالي کوريا او عاج دساحل تر منځ تر سره سوه، 3پر صفر دعاج دساحل په گټه تمامه سوه ، چه بيله رواني خوشالۍ څخه بل څه دغه افريقايي هيواد ته پلاس نه ورکوي ، ځکه څلورو نمرو ورته کفايت نه کاوه ، چه يو پر اتم فاينل ته راووزي .
شمالي کوريا چه د 1966 کال راهيسي دا دوهمه پلا وه چه د فټبال په جهاني مسابقو کښي شرکت کوي ، هيڅ نمره وانه خيستل .
ددوهمي دورې په بله مسابقه کښي چي د هسپانيې - چيلي او سويس -هندوراس تر منځ تر سره سوې ، ډيري هيجاني وې . خصوصأ سويس ډير کوښښ کاوه ،چه د هندوراس څخه مسابقه يوسي ، او يو پر اتم فاينل ته راووزي ،ليکن ددوی ميچ صفر پر صفر مساوي پای ته ورسيدی ،او دواړه نسي کولای نور په جنوبي افريقا کښي مسابقو ته ادامه ورکي .
خو د هسپانيې ملي ټيم بيا وکولای سول ،چيلي ته په 24 او 37 دقيقه کښي دوه گولونه ورکي ، او بازي په خپله گټه وڅرخوي . په 47 دقيقه کښي ورته چيلي هم يو گول ورکی،او مسابقه پر همدغه 2پر 1 د هسپانيې په گټه پای ته ورسيدل . خو چيلي چي بيا د نن ورځي مسابقه هم بايلول ،د ډيرو نمرو په درلودلو سره وکولای سول، يو پر اتم فاينل ته راووزي .
اوس به نو د GاوHد گروپ څخه په يو پر اتم فاينل کښي برازيل دچيلي اوهسپانيه د پرتگال سره مخامخ سي .
نن چي ديو پر اتم فاينل مسابقې شروع کيږي ،په جنوبي افريقا کښي به د فټبال په نړيواله اتلولي کښي اوروگوای د جنوبي کوريا،او امريکا د گانا په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي ، او موږ به بياهم ډير په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو .
توبياس /محمد قاسم نوري
کتونکی : فضلي