د فيسکال په پکت کي د بدلون غوښتنه رد سوه
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۹, سهشنبهاعلان
د یورو د ډلې مشر جان کلوده یونکر د فرانسې د راتلونکی جمهور رییس فرانسوا اولند هغه غوښتنه چی د فیسکال په پکټ کی دي بدلون راسي ، رد کړه. یونکرد ZDF په نامه تلویزیون کي پر دې خبره ټینګار وکړ چي په دغه تړون کي به اساسي تغییر رانه سي او دا خبره ما د تلیفون له لاري اولاند ته هم وکړه. د یورو د ډلي مشر زیاته کړه چي دا خبره سمه ده چي دلته باید نه یوازي دا چي سپما وسي، بلکي اروپا د راتلونکي له پاره اقتصادي ودې ته هم اړتیا لري. په یونان کي د انتخاباتو نتیجو دا وښودله چي د خلکو ناامېدي تر کومه سرحده رسېدلې ده.