د فلسطين اقتصادي زوال
۱۳۸۶ مهر ۳۰, دوشنبهڅرنگه چې خصوصي شرکتونو بيا او بياخپل کارکونکي له کاره ايستلي دي، د فلسطيني کارکونکولپاره يوازنی بل امکان دولتي سکتوردی. ځکه خودغه سکتور د اووکلونوپه ترڅ کې شپېته په سلوکې وده کړې ده. پدې معنې، چې د فلسطين د خپلواکې ادارې د کارکونکوشمېر يوسل او اته پنځوس زره تنوته رسېدلی دی.
اسرائيل ته د ننوتلو سرحدي ځايونه اوپه لوېديځ اردون کې د کنترول بې شمېره پُستې اوبندښتونه د دې خنډ شويدي، چې فلسطيني شرکتونه خپل مالونه په ټاکلي وخت صادرکړای شي.
د اقتصادي زوال پايلې
نړيوال بانک په خپل راپورکې د اقتصادي زوال د ټولنيزوپايلوپه هکله مفصلې څرگندونې کړيدي: د انسانانو دايمي ناروغۍ په تېرو دووکلونوکې يودېرش په سلوکې ډېرې شويدي؛ ترپنځوکلونوواړه ماشومان د خوړو د توکوله کموالي ياقلت سره مخامخ دي؛ د ښوونځيوسويه په ډاگه ټيټيږي؛ د ټولوفلسطينيانو درې پر څلورمه برخه د سختې خواشينۍ يا تأثر په ناروغۍ اخته ده؛ د کارپه بازارکې د فلسطيني سيمو د ښځو برخه پنځلس په سلوکې ده ـ د نړۍ د ترټولوټيټوکچو له ډلې نه يوه.