د فرانسې لیبرال کاندید د اولاند څخه د ملاتړ اعلان کړې دئ
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۵, جمعهاعلان
د فرانسې د ولسمشرې د ټاکنو په لومړي پړاو کې ناکام شوي کاندید، لیبرال سیاست وال فرانسوه بیرو د سرکوزي د مخالف کاندید اولاند څخه د ملاتړ اعلان کړی دئ او پر دې کار سره ئې د فرانسې برحاله ولسمشر نیکولا سرکوزي د بیا ټاکل کیدو له پاره په خپله مبارزه کې له یوې ناکامۍ سره مخ کړې دئ.
دا په تیرو څو لسیزو کې لومړۍ ځل دئ چې یو لیبرال کاندید د یوه کیڼ اړخه سیاستوال پلوي کوي. بیرو په پاریس کې اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ به د ټاکنو په وروستي پړاو کې اولاند ته خپله رای ورکړي.