د فرانسې د دفاعي چارو وزير به نن کابل ته سفر وکړي
۱۳۹۱ خرداد ۲۱, یکشنبهاعلان
د فرانسې د دفاعي چارو وزير Jean-Yves Le Drian به نن کابل ته سفر وکړي. دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي د شنبې په ورځ د څلورو فرانسوي عسکرو د وژل کېدو وروسته فرانسې ويلي ول چي په راتلونکې مېلادي مياشت کې به له افغانستان څخه د خپلو عسکرو راایستل پېل کړي.
د فرانسې نوي ټاکل سوي ولسمشر فرانسوا اولاند ويلي دي چي د تازه وژل سوو فرانسوي عسکرو وير به په ملي توگه ولمانځي. دغه عسکر د شنبې په ورځ د افغانستان په کاپيسا ولايت کي د گزمې پر وخت د يوه ځانمرگي بريد په پايله کي وژل سوي ول. فرانسوا اولاند ويلي دي چي د شنبې د ورځي پېښه به د افغانستان څخه د فرانسې د وتلو په مهال وېش کي بدلون رامنځ ته نه کړي.