د غزې د تجريدولو غندنه
۱۳۸۶ تیر ۱۸, دوشنبهاُکسفام ) Oxfam ( د شخړې له ټولوبرخه والونه غوښتنه کوي، چې د دې غم وخوري چې د غزې اوسېدونکوته د خوړوتوکې، درمل اواوبه، چې ډېره عاجله اړه ورته شته، سمدستي ورسېدلای شي.
د ملگروملتونو د څرگندونوله مخې، د خوړو د توکوموجودې زېرمې صرف په څوورځوکې پايته رسېږي؛ بنزين کمېږي اوځينې درمل چې حياتي ارزښت لري، ډېرپه نُدرت سره پيداکېږي. د غزې د اوسېدونکو د عاجلوبنسټيزواړتياوو د پوره کولولپاره، بايدهره ورځ لږترلږه سل ترانسپورټي واحدونه غزې ته لاړشي. اوس د مرسته شويوتوکوصرف شل ترانسپورټي واحدونه غزې ته رسېږي.
د لسگونوزره انسانانوروغتياته لوی خطر
د اُکسفام ) Oxfam ( ملگرې ټولنه Coastal Municipalities Water Utility چې د بيت لاحيا د اوبوپاکولو دستگاه چلوي، لدې نه وېره لري، چې دغه دستگاه چاودېدلای شي. هغه څه چې د زيانمن شويواوسېدونکو د روغتيالپاره د لوی خطر سبب کېداې شي. پدې معنی چې ترلس زره تنه انسانانوته د چټلواوبوله کبله مستقيم گواښ متوجه کېدای شي او درې سوه زره تنه انسانانوته د څښاک د اوبورسېدل په خطرکې لوېدای شي.