د غزی د محاصری پر سره شخړه لا روانه ده
۱۳۸۹ خرداد ۲۹, شنبهد اسراييلو لمړي وزير بن يمين ناتان ياهو او د ده دکابينۍ شپږهغه غړي چي ده ته نژدي کسان بلل کيږي ،ديو لړ ژورو سلا مشورو نه وروسته دي موافقي ته سره رسيد لي دي ، چي ښه به داوي که چيري دغزي دسيمي دمحاصري کړي يو څه سست کړاي شي .
داسرايلو دحکومت وياند Mark Regev په بيت المقدس کي د اسراييلو دامنيتي کابيني د دريو پريکړو په هکله وويل : «لمړي بايد د سيستم دليبرالوپه ترڅ کي دا امکانات منځ ته راشي چي د غزي سيمي ته دي په اصطلاح د ملکي موادو په ليږلو کي آسانتياوي منځ ته راشي . دوهم داچي دغزي د سيمي د پاره دي د ملکي يا مدني موادو دترانسپورت په برخه کي بايد ډيرو هغه شيانوته اجازه ورکړ شي چي اړه ورته ليدل کيږي او دا بايد د نړيوال څارني لاندي وشي . او دريم داچي دټولو مسايلو په نظر نيولوسره امنيتي تدابيرو ته لکه دپخوا په شان پاملرنه وشي ، تر څو چي د حماس تندلاري اسلامي ډلي ته د جنګي موادو دليږلو مخنوي وشي .
خو داسرايلو دامنيتي کابيني په اعلاميه کي په دي هکله څه ندي ويل شوي ، چي په راتلونکي کي دغزي سيمي ته دي د ضروري ملکي موادو ليږل په څه ډول سره تنظيم کړاي شي . او په دي هکله هم څه ندي ويل شوي چي په راتلونکي کي به د کومو موادو ليږل اجازه وي او کوم مواد به نه ليږل کيږي . داسي ويل شوي دي چي په راتلونکو ورځو کي به د اسرايلو کابينه ديوۍ رسمي اعلاميي په ترڅ کي ددغه نوي اقداماتو او پريکړو د عملي کولو په هکله خپل دريځ روښانه کړي . د فلسطين د کورواکي اداري مشر محمود عباس د اسراييلو د حکومت په نوي پريکړي باندي نيوکي کوي او وايي چي دا کافي ندي .
د نژدي ختيځ د سولي په خبرو کي د فلسطين دکورواکي اداري مشر مرکچی صایب عرقات وايي:
«که چيري اسرايليان په دي عقيده وي چي عامه افکار له دوي څخه دا غوښتنه کوي چي دوي دي د غزي د سيمي دمحاصري کړي يو څه سسته کړي ، دا ځانته خبره ده .خو داچي اسرايليان د غزي په سيمه کي د يو نيم مليون انسانانو دپاره د درملو دليږلو مخه نيسي ، دا کار د ولسونو دحقه منل شو حقونو په خلاف يو عمل دي او بايد اسرايليان سمدستي دغزي دسيمۍ دمحاصري څخه لاس واخلي . خبره دا نده چي دغزي د سيمي دمحاصري کړي دي سست کړاي شي ، خبره داده چي دغه محاصره بايد پاي ته ورسيږي.»
همداشان دغزي په سيمه کي د حماس اسلامي ډلۍ ، چي له دريو کالونو راپديخوا دغه سيمه اداره کوي ، هم داسراييلو د حکومت دا پريکړه چي غواړي د غزي د سيمي د محاصري کړي دي يو څه سست کړاي شي کافي نه بولي.
د حماس وياند سميع ابو ظهري په دي اړوند وايي:«داچي اسرايليان غواړي دغزي سيمي ته ، ځيني مواد چي تر اوسه ليږل يي دغي سيمي ته منع ؤ ، د ممنوع لست څخه لري کړي ، دا تش دخولي تبليغات دي چي اسرايليانو په لاره اچولي او په دي کار سره به دغزي د سيمي په حالاتو کي کوم بدلون رانشي . زمونږ اړتياوي په مسالجاتو سره نه پوره کيږي ، مونږ ساختماني موادو لکه سمنت ، اوسپنۍ اونورودغه راز موادوته اړيو. »
Clemens Verenkotte / ضیاءالحق فضلی
کتونکی: عبدالباری حکيم