د علامه رشاد بابا په نامه روغتيايي مرکز په وړيا توګه درملنه کوي
۱۳۸۷ تیر ۲۸, جمعهدعلامه رشاد صاحب په نامه دغه روغتيايي مرکزچي د کندهارښارپه عينو مېنه کي جوړسوی په وړيا توګه به د خلګو درملنه پکي کيږي.روغتون دعامي روغتيا وزارت د CHCد پرواګرام سره سم خپلي چاري پرمخ وړي.
د نوموړي روغتيايي مرکزدمسول شيرشاه رشاد په خبره په دې روغتيايي مرکز کي اوس مهال د ورځي د په سل هاوتنو ښځو او ماشومانو درملنه کيږي.
دعلامه رشاد دبشپړروغتيايي مركزد نساييولادي څانګي دمسولي ليلا په وينا چي موږ په يوه اونۍ كښي د لس هاووتنو بې بزاعته ښځو چي دنسايي ولادي په رو غتيايي ستونزواخته دي .درملنه كوو.
بله خوايوتن مسول ډاكټرهم په هيوادكښي دغريبواوبيچاره خلګولپاره د دا ډول روغتيايي مركزونوجوړول دعامي روغتيا د لومړيوكارونوڅخه بولي ځكه چي د ده په وينا د افغاني ټولني خلګ اوس مهال له ډيرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
همدارنګه بې بزاعته يا غريبي كورنۍ هم داډول خدمتونوته دقدرپه سترګه ګوري اولوی څښتن ته د دا ډول كسانولپاره چي د انسانانو د ژغورني په خاطر كار كوي.د هغوي د لا نورو پرمختګونواو برياليتوبونولپاره د دعا لاسونه پورته كوي.
ديادوني وړده چي دا ډول بشپړ روغتيايي مركزونه په ډيروساحو په تيره بيا په ليري پرتوسيموكښي لږ ترسترګوكيږي چي ددغوسيمواوسيدونكي د لي ري واټن څخه دا ډول مركزونوته په ډيرتكليف سره ځانونه رسوي.