1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق د پاره هم بايد يوه نړيواله محکمه جوړه سي

۱۳۸۹ آبان ۲۰, پنجشنبه

د آلمان په پارلمان کي د مسيحي اتحاد ګوند پخواني غړی يورګين تودينهوفر په داسي حال کي چي د ويکيليکس په انترنيټي پاڼه کي د امريکا د متحده ايالاتو د پټو اسنادو خپريدل ستايي، د عراق د پاره د نړيوالي محکمي د جوړيدو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/Q6C0
انځور: AP

69 کلن تودينهوفر د آلمان بهرني خبري آژانسDAPD ته په يوه مرکه کي ويلي دي:« لکه څنګه چي د حريري او روانډا نړيوالي محکمې جوړي سوې، بايد کټ مټ د عراق - نړيواله محکمه هم جوړه سي. دا نسي کيدای چي موږ هک پک د داسي يو بربري يا ځناوريزعمل په وړاندي هيڅ ونسو کړای.»

تودينهوفر په تيرو کلونو کي څو ځله عراق ته سفر کړی. په 2008 کال کي عراق ته د ده د 2007م کال د اګست د مياشتي له سفر څخه د «زيد، ته ولي وژني کوي؟» تر سرليک لاندي يورپوټ خپور سو. په دغه رپوټ کي ليکونکي د يوه استازي خبري راوړي، چي د عراق د پاڅون د بنسټ ايښودولامل بيانوي،چي د يرغلګرو ځواکونو او هم د القاعده پر ضد جګړه کوي.

تودينهوفر يو ښکاره موقف نيسي او د «جورج بوش د نړيوالو حقونو پرخلاف» جګړه، محکوموي، دغه راز د عراق د جګړې په اړه په لويديځو رسنيو کي هم ښکاره نيوکه کوي. هغه وخت چي پنتاګون د معلوماتو له انحصار څخه له زړه سوي پرته ګټه اخيسته، «لويديځو ټلويزيوني رسنيو څه ناڅه يوازي، او اکثراً د بهرنيو د ځان وژونکو ترهګريو تصويرونه ښکارول، چي ته به وايي دا د امريکا د متحدو ايالتونو په وړاندي د عراقيانو د جګړي ځانګړنه ده».

تودينهوفر لا دوه کاله مخکي، څيړنو ته اشاره کړي وه، چي پکښي راغلي چي په عراق کي په تيرو کلونو کي تر هغه څه چي په رسمي ډول اعلان سوي، ډير کسان وژل شويدي. دغه عراق پيژندونکي، د امريکا پوځي ځواکونو د دغو پټو اسنادو د رابرسيره کيدو ستاينه کوي او د هغو لپاره يي «وړ» بولي، خو دې ته پاملرنه اړوي چي دا هم يوازي د «خونړي حقيقت يوه پيڅکه ده.»

د ويکيليکس انترنيټي پاڼي د عراق د جګړې په اړه د امريکا د متحدو ايالاتونو څه کم 400.000 پټ سندونه خپاره کړل. د ويکيليکس په حواله دغه سندونه ددې ښکارندوي دي چي د 2004 او 2009 کلونو تر منځ د وژنو د څه د پاسه په سلو کي 60 ، ملکي وګړي وو.

ځکه د امريکايي سرتيرو د 391.832 خپرو شويو رپوټونو له مخي،د 2004 کال د جنورۍ د مياشتي له لومړۍ نيټي څخه بيا د سمبر د مياشتي تر يوديرشمي نيټي پوري ټول 104.111 تنه وژل شوي چي 66.081 تنه يي ملکي وګړي وو. د دي له مخي، په جګړه کي که څه هم چي د 2004 کال د مي د مياشتي او د 2009 کال د مارچ د مياشتي نه کومي شميري نشته، بياهم په هره يوه ورځ کي 31 تنه ملکي وګړي وژل شويدي. ويکيليکس په خپله پاڼه کي ليکي چي، په دې توګه د عراق جګړه د افغانستان تر جګړې هم ورانوونکې ده.

آژانسونه/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی: نجيب الله زيارمل