د عاج د ساحل پخوانۍ مجهوررئيس و نيول سو
۱۳۹۰ فروردین ۲۳, سهشنبهبگبو تر نيولو وروسته سمدلاسه هغه هوټل ته بوتلل سو چي د ولسمشرۍ د ټاکنو د گټونکي الحسن اواترا او د ملگرو ملتونو د شنو خوليو عسکرو مرکزي دفتر گرځول سوي ؤ.
په هوټل کښي د بگبو لومړۍ خبري دا وي: « زه هيله لرم چي وسلي به ټولي کړل سي او دا چي بحران ملکي حل به ولټول سي تر څو دغه پاي ته ورسيږي او زموږ هيواد بيرته سم سي.»
د هوټل په کومه کوټه کي چي بگبو اچول سوي دی دباندي مجهزه پوځيان پيره کوي. د بگبو مخالف او ټاکل سوي او په نړيواله توگه په رسميت پيژندل سوي ولسمشر الحسن اوتارا غواړي چي بگبو ته هيڅ تاوان ونه رسيږي.
« د دي لپاره چي موږ يو عادل دولت رامنځ ته کړو زه به د عدليي د وزير څخه هيله وکړم چي د لاوري بگبو د هغه د مېرمني او د هغه د ملگرو په وړاندي رواني پلټني ودروي.»
د دي تر څنگ الحسن اواترا پر ملکيانو د حوصلي او آرام پاته کيدو او د بگبو پر پلوي مليشو يې د وسلو پر مځکه ايښولو ږغ کړی دی. اواترا غواړي چي د سويلي افريقا په څير د عاج په ساحل کي هم د روغي جوړي لپاره يوه کميټه وگوماري او د بشري حقونو تر پښو لاندي کولو او ډليزو وژنو پلټني وکړي.
د بگبو نيونه د عاج د ساحل د گڼ شمېر اوسيدونکو لپاره د يوه ويرؤنکي خوب د پای ته رسيدني مانا ورکوي. فرانسوي پوځ ويلي دي چي دوی د الحسن اوتارا د ځواکونو سره مرسته کړي خو بگبو فرانسوي عسکرو نه بلکي د اوتارا عسکرو ونيوی.
د بگبو تر نيوني وروسته لا هم د عاج د ساحل اوسيدونکي د يو شمير ستونزو سره مخامخ دي چي بايد ورته د حل لاره پيدا سي. وسله والو ډلو په ناقراريو کي يو شمير دُکانونه او کورونه لوټ او نورو ته يي زيان واړوي.
د هيواد په زياتو برخو کي اوبه او بريښنا نسته او په لسگونو زره انسانان د جگړي له وجي مهاجر سوي ول. د ملگرو سر منشي بان کي مون پدي هکله وويل:« دا د يوه داسي باب خاتمه ده چي بايد هيڅکله پيل سوی او ليکل سوی نه وای. زه به د ښاغلي اوتارا سره خبري وکړم چي ملگري ملتونو د هغه د حکومت سره څنگه گډ کار کولای سي. موږ بايد ورسره مرسته وکړو تر څو چي په هيواد کي عدل او استحکام بيرته راسي.»
الحسن اوتارا د ولسمشرۍ پر ماڼۍ جگړه وگټله خو دی به د زياتو سياسي مخاليفينو د زړونو گټلو ته هم اړوي. وخت به وښيي چي ايا اوتارا پدې کار کي هم بريالی کيږي که څنگه.
مارک/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل