د طالبانو لخوا کندوز ته ګمارل سوی والي وژل سوی دی
۱۳۸۹ اردیبهشت ۷, سهشنبهپه کندوزکي نړيوال سوله ساتي ځواکISAF هم ويلي دي، چي د يو ځانګړي هوايي بريد په ترڅ کي د طالبانو يو لوړ پوړی قوماندان او له ده سره دوه کسه دده سلاکاران، چي په يوه موټر کي سپاره ول، وژل سوي.
ددغه لوړ پولي قوماندان د هويت په اړه ISAF څه ندي ويلي. خو د کندوز د والي محمد عمر د وينا له مخه، د قوماندان ملا يارمحمد تر څنګ، څلور کسه نور مقاومت کونکي هم د د کندوز په شمال 30 کيلومترۍ کي د آرچي په سيمه کي د يو هوايي بريد په اثر وژل سوي.
د کندوز د والي په خبره ملا يارمحمد اصلاً د هلمند دی خو په همدې نژدې وختونو کي هغه د طالبانو د جرګې له خوا د کندوز د والي په نامه ګمارل سوی و.
په خبر کي ويل سوي دي، په کندوز کي د طالبانو وژل سوی قوماندان د کندوز ولايت په ډيروعملياتو کي ونډه درلوده. د هغه دنده داوه، چي په کندوز کي د طالبانو د عملياتو موخي ، تاکتيک او ستراتيژي وټاکي سلاوي وويشي او د هغه عملياتو قومانده په غاړه واخلي، چي په کندوز کي د ISAF او افغان امنيتي ځواکونوپر ضد کيږي.
طالبانو د خپلو عملياتو د پرمخ بيولو دپاره ځانګړي تشکيلات لري، او په دغه تشکيلاتو کي دوی د افغانستان د34 ولايتونو دپاره دپردې تر شا واليان ګمارلي، چي ددوی په اصطلا ګمارل سوي واليان په تيره بيا د افغانستان په ځينو جنوبي سيمو کي ډير فعال دي.
همداشان طالبان د افغانستان په ډيرو سيمو کي ځانګړي محاکم او قضات لري، چي په دغه محاکموکي کټ مټ اسلامي شريعت چليږي.
په کندوز کي د طالبانو پخوانی ګمارل سوی والي ملا عبدالسلام او په بغلان کي ملا مير محمد و، چي د واړه د همدې روان ميلادي کال د فبرورۍ په مياشت کي د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا نيول سوي.
د طالبانو دغه دوه تنه قوماندانان په پاکستان کي وروسته تر هغه ونيول سول، چي د پاکستان استخباراتو ملا عبدالغني برادر د هغه هيواد د کراچي په ښار کي و نيوی.
dpa/ ضياالحق فضلي
کتونکی. زيارمل