1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د مهم مرکز په نيولو سره به لا هم دوی ژر ختم نسي

۱۳۸۸ بهمن ۲۶, دوشنبه

په هلمند کې د انگريزي ځواکونو قوماندان وايي، چی څوک چې زموږ وراوږد کړی لاس نه نيسي، نو زموږ سوک به خوري . دده يو شمير سرتيري ددوی په اصطلاح د تيارې په منځ کې د گمارني خبري کوي

https://p.dw.com/p/M1G3
د مارجې پر ولسوالۍ باندی د عملياتو جريان
د مارجې پر ولسوالۍ باندی د عملياتو جريانانځور: AP

د افغانستان د پوځ وزير له ليري څخه پلازمېنه کابل کې دا وايي، چې طالبان جگړه نسی گټلی . او کله چې ويني د بايللو په حال کې دي، نو بيا به هرومرو بل فکر کوي . دی له دښمن سره د خبرو اترو هيله مند دی، چې طالبان بيا ټولني ته راگډ، پخولا او په سياسي بهير کې برخه واخلي .

دا له هغو ويناوو څخه يوه برخه وه، چې د افغانستان په جنوب کې د ناټو د پراخه نظامي عملياتو په پيل کې شوي او د دې ښکارندويې دي، چې خبره د ډاډ وړ نه ده . د مشترک په نامه پوځي عمليات ښايي چې د پاڅون د پای ته رسېدو پيل وي . هغه پاڅون چې په افغانستان کې د پښتنو لخوا پرمخ بيول کيږي، له کومو څخه چې طالبان هم راځي . پښتانه په افغانستان کې لوی او اکثريت لرونکی ټبر دی، خو تر اوسه پوري له نړيوالو مرستو څخه ډېر کم څه په لاس وروړي او په پرتله کې د جگړو بار ور پرغاړه دی .

Afghanistan / Helmand / Flüchtlinge
انځور: AP

پښتانه اکثر د افغانستان په جنوب او ختيز کې مېشته دي، د پاکستان د پولې په اوږدو، کومه خيالي کرښه چې د دوی د سيمو په منځ کې کښل شوې او هغه هم د انگريزي استعمار لخوا . دا د اهيت وړ خبره ده، چې له دې پولي څخه يادونه وشي، او دا ځکه چې د هغه دواړو خواوو ته پراته خلک ځانونه له سياست څخه محروم او بې برخې بولي . دوی وايي چې موجوده حکومت ورڅخه استازيتوب او نمايندگي نه کوي، بلکه ورسره خيانت کوي او پلورلي يې دي .

د قدرت له دې خلا څخه طالبان په دواړو خواوو کې گټه اوچتوي . دوی د وسلو په زور پرمخ ځي، بنسټ پال دي، خو د امنيت او کارموندنې ژمنه او وعده ورکوي . دا څه په تېره بيا د هغو ځوانانو د پاره په زړه پوري دی، چې راتلونکې ته هېڅ اميد نه لري . د طالبانو مذهبي او دوديزه چال چلند گڼ شمېر پښتنو ته د لويديز له تمدن څخه غوره ښکاري . طالبان به پخپله په افغانستان کې يو اقليت وي، خو پښتانه نه . نو دا به پرځای نه وي، چې د مشترک په نامه نظامي عملياتو برياليتوب پر پاڅون کوونکو باندي لاس برتوب وگڼل شي . دلته تر وسلو نور ډېر څه هم پکار دي، تر څو خلک په دې باندې متيقن او باوري کړل شي، چې پرته له طالبانو څخه نوري لاري هم سته، چې دوی ورباندي اعتماد کولی او ورڅخه گټه اخيستلی شي .

Afghanistan Militäroffensive
انځور: AP

تر اوسه پوري د افغانستان جنوب کې اوسېدونکو بهرني ځواکونه يواځي او يواځي د اشغال کوونکو په توگه پېژندلي او ليدلي دي، کوم چې يو پردی او ناپېژندل شوی د ژوند اصول ورباندي زغمل او تحمل کول غواړي . دوی ويني، چې بهرني ځواکونه له پخوانيو جنگ سالارانو سره د طالبانو پرضد لاسونه يو کوي . د هغوی د پاره بې توپيره ده، چې دا ملگري يې جنگي جنايتکاران دي . نو ځکه هم - له اولسمشر حامد کرزي سره يو شمېر جنگ سالاران د کابينې پر ميز کښيني . په کندهار، هلمند او ارزگان غوندي جگړه وهلو سيمو کې مېشته پښتانه ويني، چې له دباندي څخه افغانستان ته پيسې رارواني دي، له کومو څخه چې لږ او يا هېڅ نه ورته ورکول کيږي . هغه پيسې چې غټه برخه يې د نوي افغانستان د استازو جيبونو ته لويږي . نو څنگه به دا خلک پر بهرنيو ځواکونو او د افغانستان پر حکومت باندي اعتماد کوي؟

پرون دا خبر هم خپور شو، چې په هلمند کې د طالبانو ضد عملياتو په لړ کې يو امريکايي توغوندی يا راکټ خپل هدف خطاء کړی او پر يوه کور برابر شوی دی، چې 12 کسه ملکي او بې گناه کسان يې د مرگ کندي ته اچولي دي .

زندرا پطرزمن/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري