د طالبانو تر کنترول لاندي ولسواليو بيرته نيول ستونزمن کاردی
۱۳۸۸ خرداد ۱۸, دوشنبهاعلان
د افغانستان د پوځي عملياتو قوماندان، جنرال شيرمحمد کريمي خبريالانو ته وويل، خو دا د دي معني نه لري چي د نوموړو انتخاباتو قانونيت تر پوښتني لاندي ونيول شي. افغان چارواکي اوس اعتراف کوي چي د افغانستان د څه ناڅه 350 ولسواليو څخه لس يي د ياغيانو تر کنترول لاندي دي چي ډيري په ناکرارو سيمو جنوب کي پرتي دي. جنرال شيرمحمد وويل چي افغان پوځ پلان لري له هغو څخه لږ ترلږه دوه ولسوالي تر انتخاباتو ونيسي، خو د دغو ولسواليو نوم يي وانه اخيست. د افغانستان نړيوالو متحدينو د زرګونو سرتيرو د استولو ژمنه کړي ترڅو د نوموړو انتخاباتو امنيت خوندي وساتي.