د صنعتي کيدو په درشل کي پنځو هيوادونو سرمشريزه
۱۳۹۰ فروردین ۲۵, پنجشنبهوروسته دې پنځو مشرانو په خپلو خبرو کي د ليبيا پر ماموريت نيوکي وکړې. د سرمشريزي په ترڅ کي ددې هيوادونو مشرانو په شريکه وويل چي موږ په دې خبره سره يو يوچي په ليبيا کي بايد د زور څخه کار وانه خيستل سي.
د نړۍ دې پنځوو ځواکونو د شمالي او لويديځي افريقا د ناکراريو په اړه ژوره انديښنه ښکاره کړه او د شخړي د هوارۍ د ډيپلوماتيکي لاري د خپلولو غوښتنه يې وکړه.
د سرمشريزي په ترڅ کي وويل سول چي په شخړه کي ښکيل اړخونه بايد خپلي لانجې د ډيالوګ د لاري او په سوله ايزه توګه سره هواري کړي. دوی زياته کړه چي د هر هيواد خپلواکۍ، ازادۍ، سيمه ييزي بشپړتيا او يووالي ته بايد درناوی وسي.
د چين، جنوبي افريقي، برازيل او روسيې ولسمشرانو او د هند لومړي وزير د ليبيا د لانجې د هوارۍ لپاره د افريقې لخوا د ترسره کيدونکو هڅو څخه ملاتړ وکړ او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته يې هم د خپلي همکارۍ ډا ډ ورکړ.
د جنوبي افريقې ولسمشر ياکوب سوما د سرمشريزي په ترڅ کي د بريکس مشران د خپلو هغو هلو ځلو خبر کړل چي، د ليبيا د شخړي د هوارۍ لپاره يې تر سره کوي.
په سرمشريزه کي د شريکو هيوادونو د جملې څخه يوازي د جنوبي افريقې هيواد د ملګرو ملتونو د هغه قرارداد ملاتړ کړی وو چي، په ليبيا کي د پروازونو د بندولو د عملي کولو او د ولسي وګړو د ژغورني په موخه د اړينو لارو چارو څخه د کار اخيستو په موخه وړاندي سوي ول.
ددې قرارداد سره د ناټو هغو عملياتو ته لاره خلاصه سوه چي اوس يې د معمرالقذافي د ځواکونو پر ضد تر سره کوي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو چين او روسيه د ناټو د دي ماموريت په اړه خپله انديښنه څرګنده کړه.
خو د بريکس د هيوادونو د دولتونو او حکومت د مشرانو په جاري سوې اعلاميه کي په څرګند ډول د ناټو د ماموريت يادونه نه ده سوي.
د ليبيا موضوع به نن او سبا په برلين کي د ترسره کيدونکي ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي هم مهمه موضوع وي.
آژانسونه/ بريښنا صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل