د شکنجو د قربانيانو د ملاتړلپاره نړيواله ورځ
۱۳۸۶ تیر ۸, جمعهخواوس هم د پخواپه شان د نړۍ گڼ شمېردولتونه يامستقيماً انسانان شکنجه کوي اوياهم د انسانانوپه شکنجه کېدوکې په غيرمستقيم ډول لاس لري. نه يوازې د نړۍ ديکتاتوردولتونه، بلکه هغه هم، چې ځان ډېموکرات، د قانونيت پربنسټ ولاړ او د بشر د حقوقومدافعين گڼي. د دوهمې ډلې هېوادونه، اکثراً په اصطلاح د جلادانوکرغېړنه دنده خپلوملگرويالاس پوڅوحکومتونوته سپاري. د بېلگې په توگه د افغانستان جمهوررئيس حامد » کرزي «، افغانستان، د امريکا د متحده ايالتونو د پټوزندانونواو شکنجه ځايونومرکزگرځولی. د امريکا د متحده ايالتونو د افغانستان په پټوزندانونواوشکنجه ځايونوکې، په افغانستان کې او د نړۍ له بېلابېلوهېوادونونه، د ټولونړيوالوقوانينوپرخلاف، د ) سي آی اې ( لخوا تښتول شوي گماني تروريستان په وحشيانه ډول شکنجه اوځيني وخت د شکنجوپه ترڅ کې حتی وژل کېږي.
د بېگناه انسانانووژل
مُلاحبيب الله او دلاورچې د تروريزم په غلط گمان نيول شوي وو، د ١٣٨١ هجري لمريزکال د لېندۍ يا مرغومي په مياشت کې، د کابل ولايت د بگرام د ولسوالۍ په امريکايي زندان کې د وهلو، ټکولو اوشکنجوپه واسطه ووژل شول. مُلاحبيب الله او دلاور د اته ويشتوتنوامريکايي سرتېرولخوا نه يوازې وهل اوشکنجه کېدل، بلکه جنسي تيري هم ورباندې کېدل.