1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شاولي کوټ په پيښه کي تر 80 ډير ملکي خلک وژل سوي

۱۳۸۷ آبان ۱۶, پنجشنبه

د عيني شاهيد په خبره تر بمبار وروسته پياده امريکايي ځواکونو د واده پر خلګو باندي د«اګايس» ټکان وکړل چي ټوله ښځي او کوچنيان يې شهيدان کړل

https://p.dw.com/p/Fog1
د کلي اوسيدونکي تر خاورو لاندي خلکو پسي ګرځي
د کلي اوسيدونکي تر خاورو لاندي خلکو پسي ګرځيانځور: AP

دکندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ د وچ باغتو د سيمي اوسيدونکي رحمت الله په کندهار کي د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو خبريال ته د ټليفوپر کرښه وويل، چي د تيري دوشنبې په ورځ ماښام د ايتلاف په چوکاټ کي امريکايي ځواکونو د وچ باغتو په سيمه کي د واده پرمراسمو باندي بمبار وکړی چي له امله يې په لسګونو نارينه ،ښځينه ، کوچنيان او سپين ږيری وژل سوي او ټپيان سوي دي.

هغه وويل :« په دغه پيښه کي له نوي څخه ترپنځه نوي پوري کسان وژل سوي او د پنځوسو څخه ترشپيتو کسانو پوري ټپيان سوي دي، داسي ګمان کيږي چي ډيری کسان به لااوس هم تر خاورو لاندي وي خلک يې پلټنه کوي، تربمبار مخکي هم امريکايانو پر دې سيمه بريد وکړی خو کله چي دشپې پردوې بجې بمبار وسو او د واده خلکو چي ډيری يې ښځي او کوچنيان وه، غوښتل چي له دې سيمي څخه وتښتي خو هغو امريکايانو چي پرمځکه وه د «اګايس»، وسلې په واسطه يې هغوی ټول شهيدان کړل » رحمت الله وويل داسي معلوميږي چي د ورکو کسانو سره د ټولو وژل سوو او ټپیانو شمير به تر دروسوو هم زياته وي.

له بلي خوا د کندهار د ولايتي شورا ريس احمد ولي کرزی، چي پيښه تايدوي وايي چي د نوموړي پيښي زيات مسوليت د وسلوالو طالبانو په غاړه دی، ځکه د هغه په خبره.«د وچ باغتو په سيمه کي چي پر کوم ځای بمبار سوی دی هلته وسلوالو طالبانو موزې جوړي کړي وې او کله چي په سيمه کي پر امريکايانو باندي د ماين چاودنه وسوه، وروسته دلوړي خواڅخه طالبانو پرهغوی حمله هم کړې. نو بيا امريکايانو هوايي ځواکونه راغوښتي او بمبار ترسره سوی دی چي په نتيجه کي يې د واده خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده»

په روغتون کي پراته ټپي کوچنيان
په روغتون کي پراته ټپي کوچنيانانځور: AP

احمد ولي کرزی وويل دکندهار ميرويس روغتون ته دپيښي له ځای څخه اته ويشت تنه ټپيان راوړل سوي چي په هغو کي زياتره ښځي او کوچنيان دي او دغه راز د وژل سوو کسانو شمېر تراوسه دقيق نه دی معلوم، خو سيمي ته د پيښي د پلټني په خاطر خلک ليږل سوي دي او وروسته به دا څرګنده سي چي واقعه څنګه وه او څومره تلفات لري.

کرزی، په دې باور دی چي وسلوال طالبان هميشه له يوه داسي تاکتيک څخه کار اخلي چي ملکي خلک تلفات وويني، هغوی زياتره وختونه ګڼ ميشتوسيمو ته نژدې ماينونه پټوي او يا هم پر ايتلافي ځواکونو بريدونه کوي چي ددې کار په پايله کي بيا تلفات او زيان ملکي خلکو ته ورواړي.

ولي دشاولي کوټ اوسيدونکی رحمت الله بيا دا خبره سمه نه بولي چي ګواکي طالبانوکلي ته نژدې پرامريکايانو باندي بريد کړی ، هغه وايي:« هرڅوک چي راځي رادي سي زه بې وروښوم چي طالبانو چيري پر امريکايانو باندي بريد کړي او د واده د کوره څخه څونه ليری دی هغه ځای دوی بې پخپله وويني چي پرامريکايانو باندي طالبانو له ډيري ليري سيمي څخه بريد سوی دی او بمبار پرکلي باندی ترسره سو»

نن په کندهار کي د ښوونځيو يوشمير ځوانانو په ميرويس روغتون کي د شاولي کوټ ولسوالۍ و ټپيانو ته وينه ورکړل. او په ټول کندهار کي د ماتم حالت دی.