د سيمي او نړۍ مهم خبرونه
«آلمان باید ۳۱ زره نور مهاجر هم ومني»
د اروپايي کمېسیون په حواله آلمان د اېتاليا، یونان او هنگري څخه ۳۱۰۰۰ نورو مهاجرو ته هم باید پنا ورکړي. باخبره سرچینې د اروپايي کمېسیون د پلانونو پر بنسټ ویلي دي چې په ټولیزه توگه باید ۱۲۰ زره مهاجر د اروپايي ټولنې پر غړو هیوادونو باندي وویشل شي. سربیره پر دې د لویدیځ بالکان ټول هیوادونه او ترکیه د خوندي هیوادونو په توگه درجه بندي شوي.
هوايي برید ۱۱ افغان پولیس وژلي
افغان چارواکي وايي چي په هلمند ولايت کي د ناټو په يوه هوايي بريد کي ۱۱پوليس او له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت کارکوونکي وژل شوي دي. دغه افغان چارواکي چي نوم ئې ښوول شوی نه دئ، ويلي دي چي د ناټو ځواکونو دغه هوايي بريد په گرمسير ولسوالۍ کي داسي مهال سوی دی، چي د مخدرو موادو د قاچاقبرانو د نيولو عمليات روان ول. خو ناټو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
فرانسه په سوریه کې د داعش پټنځایونه په نخښه کوي
فرانسه په سوریه کې د «اسلامي دولت» ډلې پر مورچلونو د هوايي بریدونو تیاری نیسي. دا خبره په پاریس کې ولسمشر فرانسوه اولاند وکړه. هغه وویل چې د دفاع وزارت ته یې لارښوونه کړې ده چې د سر له سه شنبې ورځي سوریې ته د اکتشافي الوتکو لیږدول پيل کړي. خو اولاند سوریې ته د ځمکنیو پوځونو لیږد له حقیقته لیري وباله.
ترکیې د «پي کې کې» سنگرونه بمبار کړي
د ترکیې په جنوب ختیځ کې تر سخت برید وروسته پوځ د کردانو د منع شوي گوند «پي کې کې» پر سنگرونو هوايي بریدونه کړي. د ترکیې د پوځ له خوا ویل شوي دي چې په عملیاتو کې ۱۳ هدفونه په نخښه شول. د یکشنبې په ورځ په داگلیچا کې د ترکیې پر پوځ یوه برید ډیری عسکر ووژل. د «پي کې کې» گوند د برید مسئولیت پر غاړه اخیستی وو.
په برازیل کې تر ټولو زیات ځنگلونه وهل کیږي
برازیل د نړۍ هغه هیواد دی چې پکښې تر بل هر هیواد زیات ځنگل له منځه وړل کیږي. د ملگرو ملتونو د خوراک او رزاعت د ادارې د ځنگلونو د نړیوال رپوټ په حواله د ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۵م کالو پوري دغلته تقریباً یو ملیون هیکتاره ځنگلونه وهل شوي دي. چین بیا په کال کې د کابو یو نیم ميلیون هیکتاره ځمکې په زرغونولو سره د ځنگلونو د کښینولو په برخه کې لومړی مقام لري.