د سوماليا وضع څنګه او ولي مخ پرخرابيدو روانه ده ؟
۱۳۸۷ دی ۲, دوشنبهپه هيليکوپتر کښي د Dilta force ځانګړي ټولکۍ دي ،چه غواړي جنګسالار محمد عايدي ونيسي . خو د موګاديشو پر سر جګړه د امريکايانو او ملګرو ملتو دپاره په يوې بدبختۍ تبديله،اما د هاليووډ دپاره د يوه جالبه فلم د جوړولو په حيث .
د Black Hawk down فلم ،د سولي د ماموريت د نامامۍ په معني سره انتباه سو .
د ويشتل سوي هيليکوپتر څخه داسي وويل سول :«موږ ختم يو .دوي موږ وويشتلو »
د عايدي د مليشې لخوا ددغي ټولګۍ 18عسکر وويشتل سوه ، او د هغوي جسدونه پر سړکونو باندي کش سول . جهاني پوليس امريکا بيا تر هغه ورسته د سولي په هيڅ کم ماموريت کښي برخه وانخيسته .
د 1992 څخه تر 1995 عيسوي کال پوري په سوماليا کښي د شين خوليانو ماموريت درې کاله دوام وکۍ ، او په هغه کي 28 زرو عسکرو برخه درلوده . په دغو عسکروکي د اولي پلادپاره د جرمني 4000 عسکروهم برخه اخيستې وه ،چه هلته يې څهان وکښل او کلينيکونه يې جوړ کړل .
هغه اساس چه 18 کاله مخکي د ديکتاتور سيد باري د چپه کيدو په نتيجه کښي ايښوول سوي ؤ، تر هغه وروسته يې اور هميشه تازه سوی دی ، او ددولتي نظم پر ځای ،ګډوډۍ ،وژنه او خرابۍ رامنځته سوې .
جالبه داوه چه دوه کاله مخکي اسلامي تندلارو د جنګسالارانو وحشت او ترور ته خاتمه ورکړه . په نايروبي کي دJomo kenyatta د پوهنتون رييس علي مزروعي ويلي وه .« اسلامي تندلارو په سوماليا کي داسي امنيت راوستلي دي ،چه ددوي دمخه هيڅ بل چا دا کار نه ؤ کړي . تر هغه وروسته چه هر څه دمنځه تللي وه ، د قانون او حق په مقابل کي احترام بيرته رامنځته سو . »
خو فقط اوه مياشتي وروسته دغه مؤقتي حکومت ته چه په دې منځ کي ډير کمزوری سوی ؤ،د امريکا او ايتوپيا په مرسته خاتمه ورکول سوه .
واشنګټن سوماليا ته د القاعده د شبکې ديوه مرکز په سترګه ګوري ،او تر هغه وروسته يې څو واري په سوماليا کښي د شکمني ترهګري شبکې پر مرکزونو باندي هوايي حملې کړي دي .
علي مزروعي چه د نيويارک په پوهنتون کي هم درس ورکوي ،پر هغه باندي انتقاد کوي ،او وايي : « امريکا د هوا د لاري څخه کلي ولي ،ځکه چه هغوي هلته د القاعده د طرفدارانو د اوسيدو احتمال ويني ،خو په هغه کي په سلهاوو بېګناه خلګ وژل کيږي ،چه دغه ډول هوايي حملې به مشکل نور هم سخت کي . »
د سوماليا د اوسني مؤقتي حکومت تر شا چه په حقيقت کښي کاملأ دمنځته تللي دي ، جنګسالاران او محتکرين پټ دي .
د ايتوپيا قواوي غواړي ددغه کال تر پايه پوري د سوماليا څخه ووزي ،هلته د افريقا د اتحاد دسولي ماموريت ناکانه سوی دی ،او اسلاميسټان د پرمختګ په حال کي دي .
نړيواله مرستندويه سازمانونه خپل مامورين د امنيتي دلايلو په خاطر دسوماليا څخه باسي .
درې مليونه سوماليايان د لوږي سره مخامخ دي ،چه 6000 انسانان د هغه له کبله سږکال مړه سول .
خو ملګري ملتونه ځان پداسي حالت کښي نه ويني ،چه هلته د سولي په خاطر قواوي وليږي .