1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې رژیم له لخضر براهیمي سره خبرو ته چمتو دئ

۱۳۹۱ شهریور ۱۳, دوشنبه
https://p.dw.com/p/162TW

د سوریې رژیم په نزدې وخت کې د ملگرو ملتونو او عربي ځانگړي استازي لخضر براهیمي ورتگ ته سترگې په لار دئ. د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې دولت او براهیمې باید د یو بل خبرې واوري.

لخضر براهیمې د روانې اونۍ په پاې کې په رسمي توگه د نوموړې دندې د پیلولو پر وخت تر حد د زیاتو توقعاتو لرلو په هکله خبرداری ورکړی وو. هغه په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي وو چې یوازې دواړه ښکیلې غاړې سوریه له دغه بحراني حالت څخه راایستلای شي. د هغه په وینا هغه به له ټولو اړخونو سره د سوریې د کړکیچ په اړه خبرې اترې وکړي.

لخضر براهیمي نن له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې د سوریې د کړکیچ د دیپلوماتیکي لارې د حلولو هڅې کابو ناممکنه دي او د جگړې د ختمولو له پاره کافې هڅې نه دي شوي. هغه په دغه مرکه کې زیاته کړې ده: «زه پوهیږم چې دا څومره مشکل کار دئ. زه دا نشم ویلی چې نا ممکن دئ بلکې تقریبا ناممکن دئ.» په عین وخت کې رپوټونه ورکړل شوي دي چې د سوریې یاغیان د ترکیې پولې ته څیرمه د بشارالاسد د رژیم د هوایي ځواک پر ودانۍ باندې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې.