د سوريې غبرگو چاودنو مرگ ژوبله اړولې ده
۱۳۹۰ اسفند ۲۷, شنبهد سوريې په پلازمېنه دمشق کي دوه درنې چاودنې سوي دي چي له امله ئې ولسي کسانو او پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. دا خبر د سوريې هيواد ملي تلويزيون ورکړی دئ او دغه چاودنې ئې ترهگر بريدونه بللي دي. د سوريې د تلويزيون په وينا چاودنې هغه وخت رامنځ ته سوې کله چي په درول سوو يا پارک سو موټرو کي پټ کړل سوي چاودېدونکي مواد وچاودیدل. د سوريې د ولسمشر بشارالاسد مخالفو ډلو بيا ويلي دي چي دغه چاودنې د امنيتي چارواکو پر ودانيو تر سره سوي دي. پداسي حال کي چي په سوريه کي آزادو ژورنالستانو پر کار سخت محدوديتونه موجود دي، د دغو خبرونو پخلی د آزادو سرچینو له خوا نه دئ سوی. د سوريې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کوفي عنان د امنيت د شورا سره ويډيويي خبري کړي دي او ويلي ئې دي چي ولسمشر بشار الاسد تر اوسه د عنان د وړانديزونو په هکله مايوسه کوونکي جوابونه ورکړي دي.