د سوريې حکومت ډير تر فشارلاندي و
۱۳۹۰ فروردین ۱۰, چهارشنبهد بلي خوا بيا دا عمل د خپلو سهوو په ښکاره توګه منل دي. کوم وخت چي د سوريې په تلويزيون کي د حکومت د استعفا خبر خپريده، د دمشق پر سړکونو په زرګونو خلک د بشرالاسد د ملاتړ په موخه راټول سوي وو. « موږ امنيت او ښه درآمد لرو. موږ د بشرالاسد ملاتړ کوو.»
په دي وروستيو ورځو کي د سوريې مشرتابه هم ګډوډي خبري کولې. کله به ويل کيدل چي مظاهره کونکي په حقه دي، کله به بيا وويل کيدل چي په مظاهرو کي د بهرنيانو لاس دی او کله بيا د دې څخه خبري کيدې چي د سوريې د بې ثباته کولو لپاره وسله وال جنايت کاران فعاليت کوي.
د مظاهره کونکو د کرارولو په موخه د پراخو اصلاحاتو د رامنځته کولو وعدي هم ورکړل شوي، چي په دې اصلاحاتو کي د اضطراري حالت د قانون د ليري کولو څخه نيولي تر ګوندونو ته د اجازي د ورکولو، د روغتيا په برخه کي د اصلاحاتو او همدا ډول د فساد د له منځه وړلو لپاره د اصلاحاتو د رامنځته کولو خبري وشوې.
يعني په غيرمستقيمه توګه دا ومنل سول چي په سسټم کي لوي نيمګړتياوي موجودي دي.
د ولسمشر بشرالاسد وياندي بوتهينا شعبان ډاډ ورکړ چي د سوريي مشرتابه د خلکو غوښتني جدي نيسي.
« موږ خپل ولس ته غوږ نيسو. په راتلونکي کي به په سوريه کي بيلابيل ګوندونه وجود ولري. د سوريې حکومت سړکونو ته د راوتلو خلکو د ټولو غوښتنو په اړه سره خبري وکړي.»
په سوريه کي د ازادۍ غورځنګ سره تر اوسه د بي شميره مظاهره کونکو د ويشتل کيدو وروسته هم د خلکو ډير زيات ملاتړ مل دي. خو يوازي کم نفر داسي دي چي د حکومت سقوط غواړي.
همدا ډول مظاهري هم يو څو ځانګړو سيمو پوري محدودي پاتي دي او پلازميني دمشق ته نه دي رسيدلي.
دلته دا خبره هم ده چي د نوري عربي نړۍ وضعي او هلته ځينو ځايو کي ګډوډۍ ته په کتلو سره، د سوريې وګړي يو څه د خپل هيواد د ثبات په فکر کي هم دي. ډيري په هم باور لري چي بشرالاسد به هيڅ کله استخباراتو او امنيتي ځواکونو ته د يرغل اجازه ورنکړي.
فيليکس/ بريښنا صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل