د سوريې جگړې د قربانيانو شمېر ۶۰۰۰۰ تنو ته رسېدلی
۱۳۹۱ دی ۱۴, پنجشنبهاعلان
په سوريه کي یو امريکايي خبریال تښتول سوی دی. د ۳۹ کلن جېمس فولي کورنۍ خبر وکړی دی، چی دی د نوامبر په اخره کي لا د سوريې په شمال لوېديځ کي تښتول سوی دی. فولي د فرانسوي خبري آژانس AFP له پاره له جنګي سیمو څخه رپوټونه ورکول. له بلي خوا ملګري ملتونه اټکل کوي چي د سوريې په داخلي جنګ کي تر اوسه پوري ۶۰۰۰۰ انسانان وژل سوي دي. د ۲۰۱۱ کال په مارچ کي د بشارالاسد د ځواکونو او یاغیانو تر منځ جنګونه او نښتي پيل سوې.