د سلوانیا د ولسمشرۍ ټاکنې پخواني لومړي وزیر بورت پاهور گټلي دي
۱۳۹۱ آذر ۱۳, دوشنبهاعلان
په سلوانیا کې د دولت مخالف سیاستوال بورت پاهور، د نوي ولسمشر په توگه ټاکل شوی دی. دغه پخواني لومړي وزیر د یکشنبې د ورځې د ولسمشرۍ د ټاکنو په دوهم پړاو کې د اوسني ولسمشر دانیلو تورک، پر وړاندې هغه وخت په سیالې کې برخه واخیسته چې د ولسمشرۍ د لومړي پړاو په ټاکنو کې یې په حیرانوونکي توگه بریا تر لاسه کړې وه. د سوسیال ديموکرات دغه نوماند پاهور، شاوخوا ۶۸ سلنه او د هغه سیال تورک ۳۲ سلنې رایې گټلي دي. دغه ټاکنې د اوسني لومړي وزیر یانیس یانشا، د دولت له لوري د سپما د سیاست پر وړاندې د خلکو نارضایتوب په گوته کوي.