د سرينا په هوټل کي د سولي خبري ندي سوي
۱۳۸۹ مهر ۱۵, پنجشنبهواشنګټن پوست امريکايي ورځپاڼي او عربي ژبي الجزيره ټلويزيون داسي رپوټونه خپاره کړي چي ګواکي په دغه ناسته کي د وسله والو طالبانو استازو هم برخه لرله او دوی يوه جوړجاړي ته د رسيدو په باب خبري کړي دي.
په دغه غونډه کي ګڼ شمير پاکستاني او افغان سياست والو، د متحده عربي اماراتو د حکومت استازو او يو شمير افغان خبريالانو او آزادو شخصيتونو برخه لرله.
د پاکستان له اړخه د کورنيو چارو پخواني وزير آفتاب احمد خان شيرپاو، په کابل کي د پاکستان سفير محمد صادق خان، د عوامي نشنيل ګوند مشر افراسياب خټک، اسفنديار ولي خان او د جيو ټوليزيون سياسي مبصر سليم صافي برخه لرله.
د افغانستان له اړخه د حامد کرزي وراره حشمت کرزي، د هغه تره محمود جان کرزي، د شکايتونو د اوريدو د کميسيون مشر اسدالله وفا په ګډون يو شمير افغان سياست والو برخه لرله.
دويچه ويله ته په خبرو کي د طالبانو د پخواني حکومت د پاکستان سفير عبدالسلام ضعيف وويل چي د پخوانيو طالبانو له ډلي دي، د بهرنيو چارو پخواني وزير وکيل احمد متوکل او په امريکا کي د طالبانو د هغه وخت استازي عبدالحکيم مجاهد برخه لرله.
واشنګټن پوست ويلي وو چي په دغه غونډه کي رسنيو ته د ګډون اجازه نده ورکړل سوې او اصلي موخه يي د طالبانو سره د خبرو وه.
خو ضعيف وايي چي غربي رسنيو د غونډي په باب غلط راپورونه خپاره کړي دي.
«دغه دري ورځنۍ غونډه يو سيمينار وو چي د يوه غربي انستيتيوت ويسټ انډايسټ له لوري جوړ سوی وه او د دغي غونډي لومړۍ ناسته په عربي متحده اماراتو کي وه ، دوهمه يي دلته وه، دريمه به يي په پاکستان کي وي اوڅلورمه به يي بيا د اماراتو په ابوظبۍ ښار کي وي».
د غونډي يوه بل ګډون وال او د جيو ټلويزيون سياسي مبصر سليم صافي دويچه ويله ته وويل چي دوی ټولي هغه لاري چاري تر بحثونو لاندي ونيولې چي له مخه يي په سيمه کي د نا کراريو جرړي ايستل کيدای سي.
د سليم صافي په خبره، په دغه غونډه کي د طالبانواستازو برخه نه لرله او دا يوه داسي غونډه وه چي پکښي آزاد بحثونه تر سره سول.
«موږ له ولسمشر کرزي سره هم وکتل، او همدا راز مو د افغان سياست والو او د ملګرو ملتونو له استازو سره پر دې خبري وکړي چي څنګه کولای سو د سيمي کړکيچ ته يوه د حل لاره پيدا کړو.»
د هغه په خبره ګڼ شمېر ګډون والو خپل نظريات يو له بل سره شريک کړل، خو دا ځکه د سولي خبري نه وې چي پکښي د مخالفو وسله والو استازو برخه نه لرله او که چيري د سولي خبري وای نو بيا دوو خبريالانو ته د ګډون بلنه نه ورکول کيده.
ددې غونډي يو تن سمبال کونکي تيره شپه د سرينا په هوټل کي د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط دويچه ويلي ته وويل چي په دغه څېړن غونډه کي د هرات پخواني والي يوسف نورستاني، د افغانستان د مطالعاتو د فورم مشر ډاکټر فاروق اعظم، د ولسي جرګي غړي شينکۍ کړوخيل، په افغانستان کي د سولي او جنګ د انستيتيوت مشر حکمت کرزي، د پوهني وزير ډاکټر فاروق وردګ، د کورنيو چا رو پخواني وزير علي احمد جلالي، د افغانستان د سيميزو مطالعاتو د مرکز مشرعبدالغفور ليوال او په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ مشر سټيفن دي مستورا برخه درلوده.
د مهال ويشل له مخي به د دغو ناستو دريمه غونډه د راتلونکي ۲۰۱۱ کال په جنورۍ مياشت کي په اسلام آباد کي جوړه سي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل