1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رومانیې د پارلماني وزير د استعفا غوښتنه سوې ده

۱۳۹۱ مرداد ۲۲, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15oNK

د المان د مسيحي ديموکرات گوند سياستوال او په دغه گوند کي د بهرني سياست کارپوه Ruprecht Polenz د رومانيې پر نوي وزير Dan Sova ږغ کړی دئ چي له خپلي دندې څخه استعفا ورکړي. د رومانيې دغه پارلماني وزير تر وزير کېدو مخکي د مارچ په مياشت کي ويلي ول، چي په رومانيه کي د دوهم نړيوال جنگ پر مهال د ۱۹۴۰ او ۱۹۴۴ مېلادي کلنو تر منځ یهوديانو هيڅ تکليف نه دئ ليدلی. دغه سياستوال اوس د رومانيې وزير ټاکل سوی دئ او د الماني سياستوال Ruprecht Polenz په وينا داسي کس چي د نازي المان د هغه وخت په ملگري هيواد رومانيه کي د يهوديانو د کړاونو او زهيرونو څخه سترگي پټوي بايد مستعفي سي.