1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې د بهرنيو چارو وزير په کابل کي د افغان چارواکو سره و کتل

۱۳۸۷ اسفند ۲۶, دوشنبه

په كابل كي د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير تر منځ د نشه يي توكو په وړاندې يو هوكړه ليک لاسليک سو...

https://p.dw.com/p/HDcP
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروفانځور: AP

سرګي لاوروف د افغاني چارواكو سره د تروريزم او نشه يي توكو سره د مبارزې، په سيمه كي د امنيت او سيمه ايزو مرستو پياوړتيا، د افغانستان او روسيې د اړيكو ټينګښت او د افغانستان په اړه د شانګهاى د غړو هيوادونو پر راتلونكي غونډي خبري وكړې.

له ليدنوكتنو څخه وروسته د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانوتر منځ د نشه يي موادو د کر، توليد او قاچاق سره د مبارزې په خاطر يو هوكړه ليك لاسليك شو.

دواړو هيوادونو هوكړه وكړه چې د نشه يي توكو د قاچاق په وړاندې به د دواړو دولتونو تر منځ مخابراتي اړيكي ټينګي كړي. د خبرو اترو وروسته د روسيې او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو په يوې ګډي خبري ناسته كي د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وركړل.

ډاكتر سپنتا وويل چي موږ بشپړه موافقه درلوده تر څو د ترهګرۍ او افراطيت د خطرونو په وړاندي د سيمي هيوادونه خپلي مرستي او هڅي ګړندۍ كړي. د افغانستان په اړه د روسيې دولت د مهموالي په اړوند سپنتا وويل: چي موږ په يوه اساسه سيمه كي موقعيت لرو او روسيه سره لدې چي له افغانستان څخه لږ ليري پرته ده خو له هغو پيښو څخه چي په افغانستان كي تر سره كيږي بې له شكه اغيزمن كيږي.

سرګي لاوروف د دې پوښتني په ځواب کي چي روسيه د ايران او پاكستان د دولتونو په اړه د افغانستان سره په اړيكو کي څه نظر لري وويل : موږ د افغانستان او پاكستان او افغانستان او ايران تر منځ د خبرو اترو غوښتونكي يو او له دغه بهير څخه ملاتړ كوو. د پوځي ځواكونو استول د حل لاره نه ده، بلكي نوري لاري سته چي بايد له افغانستان سره مرسته وسي تر څو خپلي ستونزي حل كړي. زه له نړيوالي ټولني څخه غواړم تر څو د افغانستان د جوړولو په موخه خپلي هڅي چټكي كړي.

سرګي لاوروف د يوې پوښتني په ځواب كي وويل، چي روسيه هيڅكله نه غواړي چي په افغانستان كې افراطيونو ته دا زمينه برابره سي چي افغانستان شاتګ ته اړ كړي. زموږ دولت له نړيوالي ټولني او د افغانستان له درې ګونو دولتي ځواكونو څخه غواړي چي د افراطيونو د پرمختګ مخه ونيسي.

د افغانستان په اړه د روسيې د رول او نقش په اړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل : د افغانستان په باور د سيمه ايزو ستونزو سره مبارزه او د سولي راوستل د روسيې د مرستي پرته ناشوني دي . موږ خوشاله يو چي د روسيې دولت ناټو ځواكونو ته دا اجازه وركړې تر څو د روسيې د خاورې څخه غير پوځي توكي وليږدوي.

سرګي لاوروف وويل چي د روسيې دولت نه غواړي چي افغانستان ته سرتيري او پوځونه واستوي بلكي روسيه غواړي د افغانستان په بياجوړونه كي ونډه واخلي.

د بهرنيو چارو وزارت د يوې مطبوعاتي اعلاميي له مخه چي نن خپره سوې ويل سوي چي دا د افغانستان څخه د سرګي لاوروف دوهمه ليدنه ده. روسيې تر اوسه 117 ميليونه ډالره د افغانستان له اردو سره مرسته كړېده او په زرهاوه ټنه غنم يې افغانستان ته ليږلي دي.

د يادوني وړ ده چي نن د افغانستان او روسيې د اړيكو نويمه كاليزه هم په بهرينو چارو وزارت كي د يو نندارتون په جوړولو سره ولمانځل سوه.