د دوو قبيلو تر منځ د مځکي پر سر په شخړه کي 5 تنه وژل سوي
۱۳۸۹ خرداد ۱۷, دوشنبهځايي اوسېدونکي وايي چي، د تيرو څو مياشتو راپدې خوا دغه سيمي ته د ځمكي خپلولو دپاره د ګربزو د دوو قبيلو وسله وال اربكي ورغلي ول، چي تيره ورځ يې ترمنځ وسله واله نښته وسوه.
د خوست امنيې قوماندان جنرال عبدالحكيم اسحاق زی وايي چي، په شخړه کي د يوې خوا5 كسان وژل سوي او څلور نور ټپيان دي.
د هغه په خبره چي سيمي ته افغان ځواکونه او د يادي ولسوالۍ قومي شورا تللې ترمنځ يې اوربند كړى او په اړه يې خبري اتري رواني دي.
د ګربزو ولسوالۍ قومي مشران وايي، چي دغه دعوه پر يوه غريزه سيمه رامنځته سوې، چي هغه هم د دولت اړوندده. دواړي قبيلې داسي اسناد نه لري چي د مخه يې يو او بل د ملکيت دعوه وکړي.
قومي مشران زياتوي چي د ډير وخت راهيسي ددغه قبيلو ترمنځ پر ياده ځمکه لانجه راپورته سوې او دولت يې په اړه هيڅ کوم اقدام نه دى کړى.
د خوست عام اوسيدونکي ادندېښنه لري، چې د خوست په بيلا بيلو سيمو کي د غرونو او ځمکو پر سر دعوې لانجې او وسله والي شخړي ډيري سوي. د هغوئ په خبره دولت بايد ددغه ستونزو د مخنيوي دپاره چټک گامونه پورته کړي.
د يادولوده چي تر دې دمخه هم دې ته ورته پيښي د خوست په بيلابيلو سيموكي سوي چي ډېر وخت يې مرګ ژوبله اوتلفات هم درلودلي.
څه وخت د مخه د خوست په نادرشاه كوټ ولسوالۍ كي د دوو قومونوترمنځ د ځمکي او غره پر سر په ورته وسله واله شخړه كي يو شمېر كسانوته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ څوكورنو ته اورونه هم اچول سوي ول.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی. زيارمل