1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوهمي نړيوالي جګړي د پای 65 کاليزه

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۸, شنبه

د آلمان پخوانی جمهور رييس ريچارد فون وايڅيکر: « د می اتمه د آزادي ورځ وه. په دغي ورځ مونږ ټول د ناسيونال سوسياليزم دکړغيړن رژيم له واکمني څخه وژغورل شو».

https://p.dw.com/p/NJDL
په آلمان د دوهمی نړیوالی جګړی ورانی
په آلمان د دوهمی نړیوالی جګړی ورانیانځور: DW

65 کاله دمخه د مي پر 8 د جرمني د اردو په تسليميدو سره په اروپا کښي دوهم جهاني جنګ هم پاي ته ورسيد . په دغه ورځ چه د نن سره مصادفه ده ، د بشريت د تاريخ تر ټولو لويه فاجعه پاي ته ورسيدله ، هغه ورځ چه د 50 څخه تر 55 انسانانو په وژل کيدو سره ختمه سول .

جنګ ختم سو، او وسلې آرامي ، ليکن د اروپا زيادتره برخي د خاورو او ايرو سره برابري سوې . خصوصأ پخپله د جرمني ښارونه تر ډيري اندازې پوري ونړيدل ، په مليونو جرمنيانو د تيښتي او شړل کيدو له کبله خپلي مېني او ټاټوبي د لاسه ورکړل، او ډير پلرونه د جنګي بنديانو په حيث ونيول سول .

متحدينو په دې شروع وکړه ، چه جرمني په خپل منځ کښي سره وويشي ، او هر يو ورسيدلې برخه د خپل نفوذ په زون تبديله کړي .

جرمني د نظامي ، سياسي او اخلاقي لحاظه ماته خوړلې وه . د هټلري آلمان د جنګي مخالفينو د جملې څخه شوروي اتحاد تر ټولو ډير تلفات ورکړل . د نازي آلمان سره په جنګ کښي د شوروي اتحاد 27۷ مليونه اتباع ووژل سول .

دا د شوروي اتحاد اردو وه ، چه د جرمني ځواکونه يې په شرقي جبهو کښي د ناکامۍ سره مخامخ کړل ، او د «اوشويڅ» نومي په قتل ګاه کښي يې د نورو وژنو مخنيوي وکړ . خو د شوروي اتحاد کاميابۍ ، د سټالين قدرت نور هم ټينګ او پراخ کړ ، چه په نتيجه کښي يې د مرکزي او جنوبي اروپا خلک د کلو کلو دپاره تر رنج او عذاب لاندي راوستل .

د 1965 کال د اپريل پر25 باندي مخته کيدونکي امريکايان او شورويان د جرمني د ټورګاو د اِلبه د رود په شاوخوا کښي سره مخامخ سول .

ددغه کال د مي پر 2۲ مه باندي کلابند سوي د برلين ښار تسليم سو . تر هغه دوې ورځي دمخه هټلر په خپله زيرزميني کښي ځان وژلي ؤ .

تر هغه وروسته د مي پر 7 باندي ، د امريکايي جنرال آيزناور د فرانسې د رېمز د ښار په عمومي قومندانۍ کښي آلماني ستر جنرال يودلJodl او بحري جنرال فون فريده بورګ د جرمني د بې قيده وشرطه تسلۍ سند امضأ کړ .

پدې ډول د جرمني د اردو عالي قومنداني مکلفه سول ، چه سمدستي په ټولو جبهو کښي جنګونه ودروي ، او د متحدينو عالي قومندانۍ ته يې په مځکه ، اوبو او هوا کښي د جرمني د پوځونو او اردو ټوله اختيارات ورکړل .

د سټالين په خاص خواهش سره د تسليمۍ دغه سند د شوروي په مرکزي قرارګاه د برلين په کارلس هورست کښي د 8 پر9 د مي په شپه بيا تکرار سو . پدې وسيله نو فاشيزم ختم او غلبه ورباندي حاصله سوه .

خو د ډيرو جرمنيانو د پاره بيا دغه ماته يو آفت ؤ . او فقط د اتحادي آلمان تر تأسيسيدو او دموکراسۍ د پروسې تر پيل کيدو وروسته د يوه نوي تاريخ د جوړيدو شعور وده وکړه .

ددغه نوي تاريخ د شعور د راپيداکيدو اساس د1985 کال د مي پر8 باندي د جرمني د پخواني جمهوررييس ريچارد فون وايڅيکر بيانيه وه ، په کمه کښي چه دوهم جهاني جنګ يې د آزادۍ په نامه ياد کي .

Scheschkewitz, Daniel/ قاسم نوري

کتونکي: عبدالباري حکيم