د دفاع وزارت:د امريکايي پوځي روزونکو د وژلو وجه لفظي شخړه وه
۱۳۸۹ تیر ۳۰, چهارشنبهپه رپوټ کي راغلي دي چي،بريدکونکی او يو بل افغان سرتيري هم په دې پيښه کي ووژل سول.
د افغانستان د دفاع وزرات وويل:« د هغو معلوماتو له مخه چي موږ ته رارسېدلي دي، د ملي پوځ د يو ستريري او دوو تنو امرکاييي پوځي روزونکو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته سوه. افغان سرتيري پر خپلو امريکايي روزونکو باندي ډزي وکړې چي دوه تنه يې ووژل او يو بل ټپي کړ.»
د دفاع وزارت زياته کړه: « تر هغه وروسته پر بريد کونکي باندي ډزي وسوې دی او يو بل افغان سرتيری ور سره ووژل سو او يو بل ټپي سو.»
دا پېښه په هغه ورځ کي رامنځ ته سوه چي د افغانستان دولت اعلان وکړ چي وروسته له 2014 کال به د خپل هيواد امينتي مسووليت په خپله غاړه واخلي.
افغان حکومت د نړيوالي ټولني څخه غوښتنه وکړه چي دغه هدف ته د رسيدو دپاره د هغه د ملي پوځ او ملي پوليسو د رزوني پروسه ګړندۍ کړي.
د امريکا د متحده ايالاتو په شمول يو زيات شمېر لوېدځو هيوادونو افغانستان ته نوي پوځيان استولي دي چي، په هغو کي زيات شمېر پوځي رزونکي هم شامل دي.
AG/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل