د حامدکرزي څخه د لويديزو هيوادو انتظارات
۱۳۸۸ آبان ۲۸, پنجشنبهلويديزو هيوادو ،بارک اوباما ، ګوردن براون ، د جرمني حکومت او نورو په رسمي ډول حامد کرزي ته مبارکي وويله ، خو ډيري غوښتني يې هم طرح کړې .
پدې ډول نو نړيوالي ټولني اعلان وکی ، چه د نوي رهبري د کاميابۍ څخه څه ډول انتظارات لري . د امريکايي ټلويزون PBSسره په يوه مرکه کښي حامد کرزي دا ډول عکس العمل وښوۍ ،
« غربيان دلته په اول قدم کښي د افغانستان د هوسايي دپاره ندي راغلي . هغوی دلته راغلي دي ، چه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکي . امريکا او متحدين يې د سپټامبر تر 11 وروسته دلته راغلي دي . خوافغانستان د هغه دمخه هم په پوره اندازه مشکلات درلودل ، چه هيڅوک د هغه سره علاقه نلري . دوی غواړي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکي ، موږ هم ورسره علاقه لرو . »
پدې ډول نو يوازي علاقه مندي ، او يو پر بل باندي ملامتي نه سره اچول . خو په غير معمولي او ښکاره ډول سره نړيوالي ټولني پر حامد کرزي باندي فشار راوړی، چه د اختلاس او رشوت په مقابل کي ټينګه مبارزه وکي ، او په حکومت کښي باصلاحيته کسان شامل کي . پدې ډول يې نو په ښکاره ډول تهديد وکی ، لکه د ملګرو ملتو خاص نماينده کای آيده چه وايي ،
«ځيني کسان فکر کوي ، چه په افغانستان کښي بين امللي همکاري دايمي دوام کوي . ځکه چه دغه هيواد دستراتيژيکي لحاظه ډير مهم دی . خو دا صحيح خبره نده . دا په مرسته کونکو هيوادو او هغو دولتو کښي چه عسکر ورکوي ، يو رسمي نظر دی ، چه په هغه پوري دغه همکاري مربوطه ده . هلته جروبحثونه ښکاره کوي ، چه موږ خپل آخري حد ته رسيدلي يو .»
حامد کرزی د غربيانو په کومکو پوري مربوط دی ، او بيله د هغو د پيسو څخه به هیڅ وخت جمهوررييس نسي .
او که يې عسکر ووزي ، هم به شايد ډير دوام ونکي . خو سره له هغه حامدکرزي د PBSسره په مرکه کښي ځان د هيواد مستقل رهبر ښکاره کوي ، چه حتی بيله بين امللي قواوو به هم پر قدرت پاته سي .
په کابل کښي دملګرو ملتو پر دفتر باندي ددې مياشتي په سر کښي تر حملې وروسته چه يو تعداد کارکونکي به يې وزي ، د هغه د تاثيراتو په باب د پوښتني په جواب کښي وويل ،
« هغه هيڅ تأثير نکوي . دوی چه هر ځای ته ځي ، سلامتي يې غواړو . »
د هغو کسانو دپاره سختي خبري چه د کلو راهيسي يې خپل ژوند په خطر کښي اچولی دی ،چه د کرزي هيواد پر پښو ودروي .
مګر دا به جالبه وي چه کرزی په راتلونکو ورځو او هفتو کښي څه ډول رفتار کوي ، آيا دی به د غرب دې خبري ته چه «کرار کرار اصلاحات – خو ژر شروع کيدلو» ته تسليم سي . ځکه چه يوازي په دې ډول سره کيدلای سي ځواني ، خو ژر ماتيدونکي ديموکراسۍ سره کومک وسي .
خو ډير ناظرين پدې عقيده دي ، چه حامد کرزي د انتخاباتو په جريان ، او پر ده باندي د فريب کاريو تر تورنو وروسته ، فقط يو پر دريمه او يا نيم جمهوررييس دی . خو شايد د حامد کرزي ضعيف والی د غرب قوت وي .
ډيری پدې عقيده دي ، چه اصلأ حامد کرزی بايد ژر تسليم او تر تأثير لاندي راسي .
کيوستنر/
کتونکی : محمد قاسم نوري