د جګړې معلولين او د هغوی ورځنۍ ستونزي
۱۳۸۹ دی ۲۴, جمعهپه خوست ولايت کې معيوبين او معلولين د دولت د ناسم چلند څخه شکایت کوي. دوی وايي چې تراوسه حکومت په کال کې يواځې له 6 زرو افغانيو پرته نور هيڅ راز مرسته ورسره نه ده کړي.
په خوست ښار کې يو شمېر معيوبين او معلولين چې د موچيتوب کارونه کوي، وايي چې دوی د خپلو کورنيو لپاره د یوی مړي ډوډي د لاسته راوړلو په موخه په خپلو معيبو پښو او لاسونو ورځيني کارونه کوي.
خو اوس ورته حکومت ويلي چې هغوی دی د سړک د غاړی د کار ځاى پريږدي او په دوکانونو کې دې خپل کاروبار وکړي. هغوی وایی چی د دوکانونو د لوړو کرايو توان نه لري.
دغه معيوبين زياتوي که حکومت يې په زوره د نوموړی ځای پریښودو ته اړ کړي . نو له مجبوریته به « د نشه يي توکو او يا نورو نا مشروع چارو ته مخه کړي.»
دغه معيوبين او معلولين وایی کله چی حکومت دوی د ښار په مرکزي برخه کې د غريبۍ او کار کولو ته نه پريږدي نو په بېلابېلو برخو کې دې دوی سره مرستې وکړي او د داسې کارونو زمينه دی ورته برابره کړي، چې دوی یی د کولو وړتيا ولري.»
په خوست ښار کې یو شمیر معيوب بزګران چی خپل زراعتی محصولات د سړک په غاړه د خرڅلاو لپاره راوړی هم د ورته ستوونزی سره مخامخ دي .
د خوست ښاروال جهان ګل په دی هکله وایی:« په ټول ښار کې يې د پياده رونو او د سړک ترغاړې د ايښودل شويو توکو د لرې کولو عمليات پيل کړي.»
په سيمه کې د مدني ټولنواو بشرې حقونو فعالين د معيوبينو سره د حکومت دا چلند نه سم بولي . په جنوب ختيځ زون کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون يو غړي يوسف ملاتړ وايي: « که دولت معيوبين او معلولين د سړک تر غاړې کار کولو ته نه پريږدي، نو دولت مکلف دى تر څو معيوبينو ته د دوی د توان سره سم کار پيدا کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د خوست ښار د مرکزي چوک ترڅنګ د لويې ويالې پرغاړه د تېرو لسو کالونو راهيسې معيوبين اومعلولين د خپلې کورنۍ او بچيانو د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره د موچيتوب کارونه کوي.
فريدالله ظاهر
کتونکی: عبدالباری حکيم