د جمهوري رياست ترانتخاباتودمخه امنيتي وضع څه ډول ده
۱۳۸۸ مرداد ۷, چهارشنبهپه تيرو اونيو کښي د تندلارو طالبانو حملې ډيري سوي دي ، او د جولای مياشت د خارجي قواوو دپاره تر ټولو خونړۍ مياشت وه ،چه د طالبانو د سقوط راهيسي يې سارﺉ ندی ليدل سوی .
کارپوهان بيره لري چه طالبان به يووار بيا د 29 د اسد انتخابات پلمه کي ،تر څو ددموکراتيک جوړښت رديدل وښيي . ډير ملکي کسان اوس په بيره کښي دي ،او په همدې دليل کيدای سي ،ډيری په انتخاباتو کښي برخه وانه خلي .
د امريکايي بحري قواوو جنرال ګريګ شميت وايي چه « ياغيان به د انتخاباتو څخه د يوې وسيلې په حيث کار واخلي ،تر څو خپله عقيده ښکاره کي . دوی نه غواړي حکومت کاميابه وي ،او نه غواړي چه خلګ اصلأ د انتخابولو حق ولري . »
پوليس او امنيتي قواوي به په افغانستان کښي ټول لازم اقدامات تر سره کي ،تر څو چه د انتخاباتو په ورځ په هيواد کښي امنيت وساتي .
خو نور بيا بدبينه دي : مثلأ په کابل کښي د افغانستان د علم او سياست د مرکز څخه مير هارون وايي چه، « په هيواد کښي 7000انتخاباتي حوضې موجودي دي ،او زه ګمان کوم چه نه افغاني حکومت او نه هم بين امللي قواوي پوره پسونل لري ،په هر ځای کښي امنيت وساتي . د افغانستان په جنوب او شرق کښي بې حده ډير امنيتی مشکلات موجود دي . »
په پکتيا او يا جلال آباد کښي حملو او بريدونو ښکاره کړل ،چه طالبان او يا بين امللي ترهګري شبکه القاعده غواړي ، انتخابات د خنډونو سره مخامخ سي .
په تيرو اونيو کښي پر حکومتي ودانيو باندي د بريدونو له کبله ډير پوليس او عسکر ووژل سول .
د icasualties د بې طرفه انټرنيټ پاڼي د معلوماتو پر اساس يوازي د جولای په مياشت کښي په افغانستان کښي تر اوسه پوري په جنګونو کښي 67 خارجي عسکر وژل سوي دي ،دا هم پداسي حال کښي چه هلته اوس د خارجي عسکرو تعداد 90000 ته رسيدلی دی ،او ورځ په ورځ نور هم ډيريږي ، تر څو د انتخاباتو امنيت ونيسي .
حکومت بيره لري چه حتی تر اوسه په آرامو ځايو کښي به هم د انتخاباتو پر وخت بې امنيتۍ رامنځته سي .
د ملکيانو پر څنګ پخپله د سياستمدارانو امنيت هم د خطر سره مخامخ دی . د اوسني جمهوررييس حامد کرزي پر راتلونکي مرستيال باندي حمله وسول ،چه ژوندی ځيني پاته سو . او همدارنګه د عبدالله عبدالله د انتخاباتي مبارزې د ټيم پر مشر باندي حمله وسول،چه پخپله زخمي او موټروان يې ووژل سو .
د بلي خوا بيا د افغانستان دپاره دملګرو ملتو خاص استازي کای آيده پر طالبانو ږغ کړی دی ،چه د انتخاباتو خنډ ونه ګرزي .
afp /
کتونکی : محمد قاسم نوري