د جرمني نوې کابينه به د نوامبر تر 9 د پارلمان څخه تيره سي
۱۳۸۸ آبان ۴, دوشنبهانګيلا ميرکل به د نوامبر تر 9مي پوري په پارلمان کښي ددوهم دپاره د صدراعظمي په حيث انتخاب سي . د مسيحي دموکراټانو دګونددغه 55 کلنه مشره به دا پلا د سوسيال دموکراټانو د ګوندسره اييتلافي حکومت جوړ نکي، بلکه د خپلي خوښي د ګوند ، آزادو دموکراټانو سره به يې جوړ کي .
خارجه وزير او د صدارت مرستيال ګويده ويسترويله خپل هدف ته د رسيدو په حال کښي دی . د آزادو دموکراټانو د ګونددغه 47کلن مشر د خپل ګوند دپاره د پارلماني انتخاباتو تر ټولو ښه نتايج ، يعني 14,7 فيصده رايي وګټلې . څو مياشتي مخکي لا ډيريو ده ته ددايمي مخالف مشر په حيث کتل ،اوويل يې چه هيڅ وخت به دی په حکومت کښي برخه وانخلي ، خو اوس دی خارجه وزير دی .
د تر اوسه پوري داخله وزير ولفنګ شويبله به ډيره سخته وظيفه واخلي ، يعني د ماليې وزير به سي . د ماليې د وزير په حيث بايد دی په مليارډو دولتي قرضې ادأ کي . او يوازنی سړی هم شويبله دی ،چه دغه کار کولای سي . د مسيحي دموکراټ دګوند دغه سياستمدار دجرمني د بيرته يووالي په تړون کښي کار کړی دی ، د 30 کلو راهيسي د جرمني د پارلمان غړی دی ، او د جرمني په سياست کښي تقريبأ هيڅ داسي يوه مهمه خبره نه وه ،چه دی پکښي حاضر نه ؤ .
د کورنيو چارو وزير به توماس ديميزې سي ، چه د صدراعظمي انګيلا ميرکل ډير معتمد سړی دی . دوی دواړه د جرمني تر بيرته يووالي ښه سره پيژني ، او د 2005کال تر پارلماني انتخاباتو وروسته بيا تر اوسه پوري ددولت د چارو وزير ؤ .
د عدليې وزير به زابينه لوتيزر شنارن بِرګر سي . د بايرن د ايالت د آزادو دموکراټانو دګونددغه مشره 17 کاله دمخه هم د صدراعظم هلموت کول په وخت کښي د عدليې وزيره وه ، او په خپل کار کښي وارده ده .
د ويسترويله په رقم راينر برودرله هم پسله ډيره وخته خپل د خوښي وزارت ته رسيږي . د آزادو دموکراټانو دګوند دغه مرستيال به بلاخره د اقتصاد د وزير په حيث تعين سي .
د کار او اجتماعي چارو د وزير په حيث به د جرمني په کابينه کښي د تر اوسه پوري د دفاع وزير فرانس يوزف يونګ مقرر سي . د مسيحي دموکراټ دګوندپر دغه سياستمدار باندي هميشه تور لګول کيږي ،چه د افغانستان د حساسو شرايطو په مقابل کي يې ډير ژر عکس العمل ندی ښوولی .
په کابينه کښي د تر اوسه پوري د اقتصادوزير تيودور څو ګوټنبيرګ به د دفاع د نوي وزير په حيث انتخاب سي . ډيری لا همدا اوس ده ته ددوهم خارجه وزير په حيث ګوري ،ځکه چه په انګليسي رواني خبري کوي ، هغه څه چه يې ويسترويله نسي کولای .
د چاپيريال ساتني د وزير په حيث به د عيسوي دموکراټانو د پارلماني چارو مشر نوربرت روټګن مقرر سي ، چه په وروستيو وختوکښي يې د خپل حزب په ګټه ډير فعاليتونه کړي دي .
د جرمني په نوې کابينه کښي به همدارنګه ځيني نوري چهرې ، لکه د فاميلي چارو وزيره اورزو لا وان ډِر لِيان ، د روغتيا وزير فليپ روزلر ، د ترانسپورټ وزيره اننيټا شاوان ، د پرمختيايي چارو وزير ډيرک نيبل ، د زراعت وزير اِلزه آيګنر او ددولت وزير رونالد پوفاله هم تعين سي .
مانفريد ګويتڅکه/
کتونکی : محمد قاسم نوري