1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني سفير: د نړيوالي ترهګرۍ اصلي مسولين بايد پيدا سي

۱۳۸۷ مرداد ۱۷, پنجشنبه

په افغانستان کي د تاوتريخوالي ډيريدل د دې سبب سوي، چي د افغان اولس هغه هيلي چي د ايساف قواوي به ترهګرۍ ته ماته ورکړي، مخ پر لږيدو دي

https://p.dw.com/p/EsHs
په کابل کي د جرمني د سفارت نښان
په کابل کي د جرمني د سفارت نښانانځور: picture-alliance/ dpa

د افغانستان وګړي تردي لا زيات د خپل هيواد د حکومت څخه ناهيلي دي او دا فکر نه کوي چي حکومت به په دغه هيواد کي ثبات راوستلای سي. همدا وجه ده چي په افغانستان کي د جرمني سفير اولغيش زايډټ Hans-Ulrich Seidtد ترهګرۍ پر ضد په جګړه کي د پراخ بنسټه تګلاري غوښتنه کوي.

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د افغانستان د څانګي مشر ډاکټر سيد موسی صميمي ليکي چي:افغانستان د اعتبار د نشته والي په يوه نوي بحران کي را ګير دی. په نوموړي هيواد کي د امن د پروسې د پيلېدو 7 کاله وروسته شاوخوا 75 فيصده افغانان د حکومت څخه ناخوښه دي.

د يوې نوي ټولپوښتني د مخه چي د آلمان و مسيحي ډيموکراټ ګوند ته نږدې يوې موسسي کونراد ادناور شټيفټنګ تر سره کړې ده، ويل سوي دي چي د افغانستان د نيمايي څخه زيات وګړي نور د ايساف قواوو ته د امن د تضمينونکو په توګه نه ګوري. د افغان اولس د دغه ناخوښۍ وجوهات څو اړخه لري. د زيات اداري فساد او په پراخه کچه د غربت تر څنګ په ورځني ژوند کي د ترهګري بريدونو څخه بيره هم ددې سبب ګرځي چي د عام اولس ژوند دردناک او غمجن سوی دی.

د طالبانو د تبلغاتو پاڼه ويشونکي
د طالبانو د تبلغاتو پاڼه ويشونکيانځور: AP

په کابل کي د جرمني سفير هانس اولغش زايډټ Hans-Ulrich Seidtپه افغانستان کي پر پوځي تګلاري علاوه د بلې هر اړخيزي ستراتيژۍ غوښتنه کوي. په کابل د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کي د دو شنبې د ورځي په يوه خبري غونډه کي نوموړي وويل:«موږ بايد مخته هم ډيرخبر واوسو او په ځير سره پردې فکر وکړو چي د نړيوالي ترهګرۍ اصلي مسؤلين څوک دي. موږ بايد په دقيقه توګه ځان ته ځرګنده کړو چي د ترهګرۍ اقتصادي منابع او تربيتي ځايونه چيري دي او دا چي څوک د ترهګرو سره مرسته کوي.»

په کابل کي د آلماني سفارت په آند نوموړو دندو ته بايداوس او په راتلونکي کي زياته پاملرنه وسي. د جرمني سفير دا يو اړين کار وبلۍ چي د هغو کړيو مخنيوی بايد وسي چي د دباندي څخه افغانستان ته جګړه او تاو تريخوالی راولي.

هغه وويل: «ددې مانا داده چي افغانان بايد په خپل منځ کي يو والی راولي. او که دافغانستان د وګړو ځني ډلي د بهر د خلګو سره ګډ کار ته چمتو وي نو دغه به نه په افغانستان او نه هم نړۍ کي د ثبات او آرامۍ په ګټه وي.»

دجرمني سفير زیاته کړه چي دغه کار يوازي هغه وخت شونی دی چي افغانان په خپل هيواد کي ځان ډاډه احساس کړي او داسي فکر ونه کړي چي دوی د بهرني لاس وهونکو سره ګډ کار ته اړ دي.

د کابل رود
د کابل رودانځور: picture-alliance / dpa

نوموړي وويل: افغانستان ښه زراعت، اوبو او د انسانانو لپاره ښو آسانتياو ته اړتيا لري. که د افغانستان وګړي خوشاله او مطمين وي نو بيا به هغه نورو ته اجازه ور نه کړي چي د دوی څخه ناوړه ګټه واخلي او دوی د خپلو خلکو پر ضد ترهګرو بريدونو ته وهڅوي.

معلومه خبره ده چي په افغانستان کي بهرني ترهګر هم په ويره اچونه بوخت دي. ښاغلي زايډټ په ګوته کړه چي د سپتمبر د يولسمي څخه تر مخه لا د القاعدې غړي او نور نړيوال ترهګر افغانستان ته راغلي، چي هغه وخت هم خلګ ددوی له وجي د کړاونو سره مخامخ وه.

داچي آيا پاکستان په افغانستان کي د رواني ترهګرۍ په موضوع کي مسؤل دی او که نه د آلمان سفير وويل چي:«که موږ په دقيقه توګه وګورو نو موږته به څرګنده سي چي په پاکستان کي هم ترهګري وجود لري. په پاکستاني ښارونو کراچي، راولپنډي او پيښور کي هم ترهګر بريدونه کيږي. په همدې خاطر تاسو په عمومي توګه نه سی ويلای چي پاکستان په ټوليزه توګه د تره ګرۍ تر شا ولاړ دی».

په کابل کي د آلمان سفير زياته کړه چي بايد په دقيقه توګه معلومه سي چي د پاکستان او افغانستان کوم کسان او کومي ادارې د ترهګرۍ مسؤل دي.