د جرمني دموټرجوړولو دوې مشهوري کمپنياني سره يوځای کيږي
۱۳۸۸ مرداد ۲, جمعهد پورشه او فولکس واګن د موټرجوړولو کمپنياني بايد اوس يوځای کار سره وکړی . صنفی اتحاديه غوښتنه کوی چې کارګران هم بايد په کمپنۍ کې ونډه تر لاسه کړی .
لکه څنګه چې د فولکس واګن د څارني او مراقبت شورا يوه ورځ مخکي د شتوتګارت په ښار کې پريکړه وکړه، د ولفسبورګ په ښار کې به داسي يو کانڅرن جوړ کړی چې د پورشه مارک هم پکښي جوړيږی . د دې کانڅرن مشرتوب به د فولکس واګن پر غاړه وی .
د فولکس واګن د څارني او مراقبت د شورا په غوښتنه بايد د پورشه سهامی شرکت چې ټول په يوازي ډول د هولدينګ پورشې دی، ګام په ګام په فولکس واګن پوري اړه پيدا کړي . په دې توګه د شتوتګارت څخه هولدينګ پورشه د ويديکينک په ليري کيدو سره چې غوښتل يې په مؤقت ډول د فولکس واګن رياست وکړی، له دواړو سترو ستنو(پايو) څخه يوه دلاسه ورکوي . پاته کيږی بيا د فولکس واګن زياته ونډه .
په راتلونکي ګام کې بايد د هولدينګ پورشه شرکت د فولکس واګن په سهامی شرکت کې ادغام شی .
دشرکت له شورا څخه اُووې هيوک د خپل شرکت په ځانته پرنسيپپونو او استقلاليت ټينګار وکړ. ده د اِ آر ډېِ (ARD)ټلويزيون ته وويل چې يوازي د پورشه هولدينګ برخه به له فولکس واګن سره مدغمه شی، نه د پورشه سهامي شرکت .
ويديکينګ 17 کاله د پورشه د شرکت رياست وکړ. د شرکت نوی ريس ميشاييل ماخت دی ،چه د ويديکينګ شاګرد بلل کيږی . دغه 48 کلن په 1990 کال کې د پورشه په شرکت کې د ماشين د پلان کوونکی په حيث کار پيل کړاو په اتو کلونو کې يې د موټر د مشين د انجينير په توګه ځان ورساوه ،اوپه 1998 کال کې د پورشه د شرکت د مشرتابه غړی شو. ماخت او ويديکينګ د ډيرو کلونو ګډي تجربې لری .
په دې لړ کې صنفی اتحاديه د فولکس واګن او پورشه څخه په نوې جوړه شوې لويه کمپنۍ کې نوی شرطونه وړاندي کوی . د صنفی اتحاديې ريس بيرتهولد هوبر د پنجشنبې په ورځ په فرانکفورت کې وويل چې په پريکړو کې د لازياتي برخي اخيستني تر څنګ په پانګه کې د کارګرانو د ونډې غوښتنه لری . د فولکس واګن ريس بيا وايې چې په دې اړه د پورشه د کارګرانو نظر هم د اهميت وړ دی .
DW/ سهيلا حسرت نظيمي
کتونکی : محمد قاسم نوري