د تیموشینکو روغتیايي وضعه ښه نه ده
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهاعلان
د اوکراین د پخوانۍ لومړۍ وزیرې یولیا تیموشینکو، لور ویلي دي چې د دې سیاستوالي وضعیت چې د نه خوړولو په اعتصاب ئې لاس پورې کړی دئ لا پسې بدتره شوې ده. جیوګینیا تیموشنکو په پراګ کې وویل چې مور ئې د نه خوراک له امله نوره هم کمروزې شوې ده او سخت دردونه ورته پیدا شوي دي.
یولیا تیموشینکو پخپل هیواد کې د اووه کالو بند په سزا محکومه شوې ده او په بند کې ورسره له ناوړه چلند څخه سر تکوي. له همدې امله نوموړې تیره اوونۍ د نه خوړولو په اعتصاب لاس پورې کړ.
د یولیا تیموشینکو قضېې د اوکراین او اروپايي ټولنې ترمنځ اړیکي خړې پړې کړي دي.